عراق د سوریې د حاکمیت پر ساتلو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i154998
د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني پرون د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر بسام صباغ سره په لیدنه کې، یو ځل بیا یې د سوریې د ملت او حکومت ترڅنګ د عراق پر دریځ او د دغه هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ.
(last modified 2024-12-07T01:47:15+00:00 )
Dec 07, 2024 06:10 Asia/Kabul
  • عراق د سوریې د حاکمیت پر ساتلو ټینګار وکړ

د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني پرون د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر بسام صباغ سره په لیدنه کې، یو ځل بیا یې د سوریې د ملت او حکومت ترڅنګ د عراق پر دریځ او د دغه هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ.

د عراق لومړي وزیر، د سوریې د امنیت د ټینګښت لپاره د بغداد سیاسي او ډیپلوماتیکو هلو ځلو ته په اشارې سره، په سوریې کې د کړکېچ د پراخېدو په ګډون، د سیمې د چیلنجونو پر وړاندې د متحد دریځ لپاره د عربو هېوادونو د همغږۍ غوښتنه وکړه.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر دغه راز په سوریې کې اوسنۍ پېښې دسیمې د ثبات او سولې لپاره ګواښ وباله او د سوریې پر وړاندې یې د عراق د ملاتړي دریځ قدرونه وکړه او د سیمې د خلکو لپاره د سولې او امنیت په رامنځته کولو کې د ملګرتیا او ګډې همکارۍ پر اهمیت یې ټینګار وکړ.