د سوریې حالات خطرناک دي او پایداره حل لارې ته ضرورت لرو
ایرنا خبري اژانس د الجزیرې ټیلي ويژن په قول راپور راکړی د قطر د بهرنیو چارو وزیر «محمد بن عبدلرحمن ال ثاني» د سوریې حالات خطرناک وبلل او د دغه هیواد د کړکیچ د پایداره حل لپاره یې د یوه مطلوب چوکاټ غوښتنه وکړه.
هغه پرون د دوحې په غونډې کښې په وینا کښې وویل: د سوریې حالات د بدلیدا په حال کښې دي او ممکنه ده چې لا پسې خطرناک شي او مونږ په سوريې کښې د کورني جنګ په هکله خبرداری ورکوو او باید یو ښه چوکاټ رامینځته کړو چې په سوریې کښې پایداره حل لارې ته ورسیږو.
هغه ټینګار وکړ د غزې تړانګې جنګونو ته په پام سره په سوریې کې د دا ډول حالاتو د رامینځته کیدا اټکل کیده.
د قطر خارجه وزیر وویل که چیرې په سوریې کښې سیاسي حل لاره رامینځته نشي نو داخلي جنګ به د سوریې وحدت ګواښ وکړي.
هغه ادعا وکړه چې مونږ د سوریې له خلکو سره د اړیکو د اصلاح کولو په هکله د ولسمشر بشار اسد لخوا هیڅ ډول جدي تحرکات ونه لیدل.
د قطر د باندنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني زیاته کړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ له نوي حکومت سره به په غزې تړانګه کښې د اوربند د خبرو په هکله ملګرتیا وکړو.
هغه وویل امریکا له حماس غورځنګ سره په تعامل کښې زمونږ دریځ درک کوي او هیله نه کیږي چې مونږ په دغه غورځنګ باندې خپلې حل لارې وروتپو.