دمشق کښې ګرځبندیز ختم شو
https://parstoday.ir/ps/news/event-i155190-دمشق_کښې_ګرځبندیز_ختم_شو
د سوریې د حکومت وسله والو مخالفینو د دغه هیواد په پلازمینه دمشق کې د ګرځبندیز د ختمیدو اعلان وکړ.
(last modified 2024-12-11T23:32:05+00:00 )
Dec 12, 2024 03:55 Asia/Kabul
  • دمشق کښې ګرځبندیز ختم شو

د سوریې د حکومت وسله والو مخالفینو د دغه هیواد په پلازمینه دمشق کې د ګرځبندیز د ختمیدو اعلان وکړ.

زمونږ خبریال د ایرنا له قوله وايي، د سوریې د وسله والو مخالفینو د پوځی عملیاتو مدیریت پرون په یوه بیان کې اعلان وکړ: له نن شپې څخه به په دمشق کې د ګرځبندیز مقررات نه اجرا کیږی.

په سوریه کې د وسله والو مخالفینو د پوځي عملیاتو مدیریت هم ټینګار وکړ: مونږ له خپلو خلکو غواړو چې خپلو دندو او ادارو ته ستانه شي او د نوې سوریې په جوړولو کې له موږ سره برخه واخلي.

د سوریې وسله والو مخالفینو د دمشق له نیولو وروسته د یکشنبې له شپې راهیسې په دمشق کې د شپې کرفیو اعلان کړې وه.

له بلې خوا د سوریې د وسله والو مخالفانو د سیاسی چارو د ادارې ویندوی «عبیده الأرناؤوط»  د سوریې په خلاف د بندیزونو د لیرې کولو د هڅو په چوکاټ کښې د خپلو دریځونو د اعلانولو لپاره له مختلفو هیوادونو سره د تماسونو خبر ورکړ او ويې ویل: مونږ به په ارګانونو او قانون مشتمل یو نوی هیواد جوړ کړو او د دمشق له فتحې وروسته باوري یو چې هیوادونه، په سوریې باندې په موجودو بندیزونو دوباره غور وکړي.