د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون نوی لومړی وزیر وټاکه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i155266
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فرانسې ولسمشر «امانوئل مکرون» په یوه حکم کښې درې اویا کلن مینځ لاری سیاستوال «فرانسوا بایرو» د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکه او هغه ته د نوي کابینې د جوړولو کار وسپارل شو.
(last modified 2024-12-14T07:47:19+00:00 )
Dec 14, 2024 12:11 Asia/Kabul
  • د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون نوی لومړی وزیر وټاکه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فرانسې ولسمشر «امانوئل مکرون» په یوه حکم کښې درې اویا کلن مینځ لاری سیاستوال «فرانسوا بایرو» د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکه او هغه ته د نوي کابینې د جوړولو کار وسپارل شو.

د فرانسې پخوانی لومړی وزیر میشل بارنیه د لیندۍ د میاشتې په څلورمه نیټه د فرانسې د پارلمان د استازیو لخوا له کاره لیرې کړی شو او په دغه اروپايي هیواد کښې سیاسي کړکیچ زیات شو.

بایرو د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون ته یو نږدې سیاستوال ګڼل کیږي او له تیرو  څو ورځو راهسې په دغه مقام د هغه ګومارل کیدل پریکنده ښکاریده خو بایرو نن سهار له ولسمشر مکرون سره لانجمنه کتنه وکړه او په همدې دلیل ځینو رسنیو ګونګوسې خپرې کړې چې د فرانسې ولسمشر مکرون یو بل کس د لومړي وزیر په توګه وټاکي.