ترکیه په سوریه کې د ثبات د رامنځته کولو هڅې کوي
د ترکیې ولسمشر په سوریه کې د یووالي او ثبات په رامنځته کولو کې د مرستې لپاره د انقرې د چمتووالي خبره کړې ده.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په قاهره کې د اقتصادي همکاريو د سازمان د ١١مې سرمشريزې د پرانيستې پر مهال ویلي چې، د نړیوال امنيت او ثبات د تامينولو مسئول بنسټونه، د شخړو، کړکېچونو او جګړو له زياتوالي سره په مقابله کې، خپل مسئوليتونه نه ترسره کوي.
اردوغان ویلي چې، په صادقانه توګه، له تروریزم څخه د پاکې سوریې جوړېدلو هیله لري چې پکې ټول مذهبونه په ګډه سره په سوله کې د یو بل ترڅنګ ژوند وکړي. د سوریې خلک د خپل جنګ ځپلي هېواد یووالي او بیا احیا ته اړتیا لري او انقره به په دې برخه کې هڅې وکړي.
له سوريې سره د مرستې په اړه د ترکيې د ولسمشر څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې انقره د بشارالاسد د وسله والو مخالفينو له اصلي ملاتړو څخه وه، چې د ډسمبر په آتمه يې د دغه هېواد مشروع حکومت ړنګ کړ او همدارنګه د ترکيې پوځ آته کاله وړاندې د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر په ۲۴ مه د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې سوریې ته داخل شو چې تر اوسه پورې یې د دغه هېواد شمال اشغال کړی دی.