د یوریشیا په اتحادیه کې د ایران څارونکي غړیتوب ولې مهم دی؟
د ایران د اسلامي جمهوریت د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر، د یوریشیا په اقتصادي اتحادیه کې د ایران د څارونکي غړیتوب د هرکلي ترڅنګ، د تهران او د دغې اتحادیې د پنځو غړیو هېوادونو ترمنځ د ازادې سوداګرۍ د موافقې عملي کېدل، د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ د تبادلې د نوي فصل په توګه یاد کړ چې بل ګام به د ټرانسپورت په برخه کې د همکارۍ پراخول وي.
سید محمد اتابک د روسیې په سنټ پیټرزبورګ کې د یوریشیا د اقتصادي اتحادیې د غړیو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت د څو لسیزو غیر قانوني او ظالمانه بندیزونو سره سره، په مسئولانه سیاست سره په څو اړخیزو اړیکو کې شتون لري او تل یې ثابته کړې چې په دې میکانیزمونو کې د باور وړ او اغېزمن شریک دی.
هغه د دغې فعالې او مسئولانه تګلارې بريالۍ بېلګه، په تېرو پنځو کلونو کې د غوره سوداګريز تړون د برياليتوب په ګډون، د یوریشیا له اقتصادي ټولنې سره همکاري وګڼله.
د یوریشیا اقتصادي اتحادیه یوه بین الحکومتي اقتصادي اتحادیه ده، چې پنځه هېوادونه لکه روسیه، قزاقستان، بلاروس، ارمنستان او قرغیزستان پکې شامل دي چې په ۲۰۱۴ کال کې جوړه شوه او په رسمي توګه یې په ۲۰۱۵ کال کې خپل کار پیل کړ. له دې وروسته به د ایران اسلامي جمهوریت د ازبکستان، مالدیف او کیوبا ترڅنګ، د دې اتحادیې پر فعالیتونو د څارونکو په توګه حضور ولري.
خو هغه څه چې د ايران او د اورآسيا د اقتصادي اتحاديې تر منځ همکارۍ ته بله معنا ورکوي، د ازادې سوداګرۍ تړون دی، چې تېر کال دواړو خواوو لاسليک کړ. د دغې اتحادیې د غړیو هېوادونو پارلمانونو او همدارنګه، د ایران د اسلامي شورا هم د هغه عمومیات تصویب کړل او د یور یوریشیا د اقتصادي اتحادیې مشرانو د پنجشنبې د ورځې په غونډه کې، د دغې موافقې له اجرا سره خپله موافقه اعلان کړه.
د ایران په اسلامي شورا کې د دغې موافقې د تصویب د جزئیاتو له قانوني پړاوونو څخه دوه میاشتې وروسته به، دغه تړون عملي شي. له همدې امله، د یوریشیا د اقتصادي اتحادیې غړو هېوادونو ته د ایران کابو ۸۷ سلنه صادارت به له ګمرکي تعرفې پرته او ایران ته به هم په همدې کچه د دغو هېوادونو صادرات له تعرفې پرته وشي.
د ایران اسلامي جمهوریت که څه هم د یوریشیا د اقتصادي اتحادیې یو څارونکی غړی دی، خو د اقتصادي او سوداګریزو شرایطو له مخې، حتی د خپلو پنځو غړو په پرتله خورا په غوره حالت کې دی. ایران د لوېدیځې آسیا، یوریشیا او قفقاز په ګډون، د سیمې د هېوادونو په منځ کې د انرژۍ، ساختماني، خوراکي توکو، درمل جوړولو، موټرو، تخنیکي او انجینرۍ او پوه بنسټه په برخو کې مخکښ دی. له همدې امله، د آزادې سوداګرۍ د موافقې په اجرا سره به، د ايران او د یوریشیا د اقتصادي ټولنې ترمنځ په سوداګريزو اړيکو کې خامخا يو مهم بدلون راشي.
دا مسله د ایران د اسلامي جمهوریت له نظره ډېره مهمه ده، ځکه په مختلفو ډګرونو کې د هېوادونو فردي او ټولنیزو ګټو ته چې د امریکا یو اړخیزه توب کوم زیانونه رسولي دي، له بل هر وخت نه زیات، د څو اړخیزو همکاریو میکانیزمونو په بڼه، د خپلواکو دولتونو یووالی او همغږي څرګنده کړې ده. د ایران اسلامي جمهوریت د یوریشیا د سیمې په جاذبه بازارونو کې لا زیات فعال کېدل، له موجوده اقتصادي او تجارتي ظرفیتونو څخه د اعظمي استفادې لپاره یو مهم فرصت ګڼي.
ایران له فارس خلیج، د هند له نیمه وچې او د هند سمندر د ختیځ او جنوب ختیځې آسیا هېوادونو په ګډون، د یوریشیا د اقتصادي اتحادیې د هېوادونو له جذابو بازارونو سره د نښلولو نه بدلیدونکی توان لري. له همدې امله، د ايران اسلامي جمهوريت له يوروشيا سره د آزادې سوداګرۍ د موافقې عملي کول او په دغه اتحاديه کې د څارونکي مقام ترلاسه کول، د ټرانسپورت او ټرانزيت په ګډون، په نورو برخو کې د همکاريو د پراختيا په لاره کې يو مثبت پرمختګ ګڼي.
په همدې دلیل، د ایران اسلامي جمهوریت تل اعلان کړی چې د نړۍ له بازارونو سره د یوریشیا د اتحادیې د نښلولو لپاره، د خپلو ټرانزیټي ظرفیتونو د برابرولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
له همدې امله، د ایران اسلامي جمهوریت دا ظرفیت او موقعیت لري چې وکولای شي د یوریشیا د ارتباطي، عملیاتي، اقتصادي او سوداګریزې لویې لارې په توګه عمل وکړي.