د ایران او چین ترمنځ د همکارۍ نوی فصل
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي بیجینګ ته د سفر پر مهال د «پیپلز ډیلي» په یوه لیکنه کې لیکلي: د يوه پراختيايي هېواد په توګه د چين برياليتوب د نورو پراختيايي هېوادونو لپاره ډېرې هيلې پرانيزي، چې کولای شي د همغږۍ، همدردۍ او همکارۍ په سيوري کې له ډېرو سختو ستونزو سره مقابله وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې دواړه هېوادونه د یوه بل ترڅنګ، د سیمې او نړۍ لپاره د پرمختګ او امنیت ګامونه اوچت کړي دي او د ۲۰۲۴ کال د سمندري امنیت د ګډو تمرینونو ترسره کول چې د لوړې کچې د همکارۍ او د سمندري امنیت د تامین لپاره د هڅې ښودنه کوي، د لورو ترمنځ د عملي او ستراتیژیکو همکاریو یوه بله نښه ده.
عراقچي زیاته کړه: ایران تل د خپلواکۍ د حق لپاره د فلسطین د خلکو د مشروع غوښتنې دفاع کړې ده او تهران او بیجینګ په غزه کې د سمدستي اوربند او د بشري مرستو د لیږلو پر ضرورت یو نظر لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم د سوریې بدلونونو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د سوریې پر یووالي، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر درناوي ټینګار کوي او د سوریې د راتلونکي په هکله پریکړه کول هم د بهرنۍ له ویجاړوونکې مداخلې یا بهرنۍ تسلط پرته یوازې د دغه هېواد د خلکو له لورې ګڼي.
په پای کې د ایران د ډیپلوماتیکې برخې مشر ټینګار وکړ: ایران او چین به له یو اړخیزتوب او له تبعیض سره د مقابلې لپاره، تل د نړۍ د جنوب د هېوادونو تر منځ د پرمختګ او سوکالۍ، همکارۍ او دوستۍ او د تاریخ په ښي اړخ کې ولاړ وي.