پزشکیان د شهید سلیماني د لارې پر دوام ټینګار وکړ
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د تهران په مصلی کې د سردار قاسم سلیماني د شهادت د پنځمې کلیزې په مراسمو کې د حاج قاسم د لارې پر دوام ټینګار وکړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان پرون ماښام د تهران په مصلی کې د جنرال قاسم سلیماني د شهادت د پنځمې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې، شهید سلیماني د ایران د ملت لپاره دایمي نمونه وبلله او ویې ویل: نن ورځ په ایران کې د شهید سلیماني د لارې دوام د یووالي رامنځته کول او د سیمې او نړۍ لپاره الهام بخښونکي نمونې جوړول دي.
مسعود پزشکیان دې ته په اشارې سره چې د ظالم دښمن او د مظلومانو مرسته کوونکي کیدل، هغه څه وو چې شهید سلیماني نړۍ ته وښودل، زیاته کړه: نن موږ د هغو شهیدانو نمانځنه کوو چې پنځه کاله وړاندې ظالم او غدار امریکا په سیمه کې ترسره کړل. "
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر زیاته کړه: شهید سلیماني د ایران او سیمې په هره برخه کې د مظلومانو په دفاع کې، پرته له دې چې هغه مظلوم په کوم دین پورې تړاو لري، فعاله وو او شپه او ورځ یې یوه کړې وه.
پزشکیان څرګنده کړه: شهید سلیماني د اسلامي وحدت په لټه کې وو او نن دښمن د تفرقې په لټه کې دی چې باید په یووالي سره د دښمنانو دسیسې شنډې شي.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک شهید شوی قومندان جنرال قاسم سلیماني د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۳ مه په داسې حال کې چې هغه د عراقي چارواکو په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی وو، د بغداد په هوايي ډګر کې د امریکايي یرغلګرو په هوايي برید کې، د عراق د ولسي پاڅون (الحشد الشعبي) د مرستیال "ابو مهدي المهندس" او د خپلو ۸ تنو ملګرو سره یوځای په شهادت ورسېد.