یمن د اسرائیلو په نیواکګر رژيم باندې توغندوي حمله کړي ده
https://parstoday.ir/ps/news/event-i155886
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم رسنۍ د رام الله په لویدیځ کښې په یوې پوځي اډې باندې د یمن لخوا د توغول شوي توغندي د لګیدا خبر ورکوي.
(last modified 2025-01-03T07:01:24+00:00 )
Jan 03, 2025 11:19 Asia/Kabul
  • یمن د اسرائیلو په نیواکګر رژيم باندې توغندوي حمله کړي ده

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم رسنۍ د رام الله په لویدیځ کښې په یوې پوځي اډې باندې د یمن لخوا د توغول شوي توغندي د لګیدا خبر ورکوي.

د اسرائیلو رژيم رسنیو وویل له یمن څخه یو توغول شوی توغندی د رام الله ښار په لویدیځ کښې په «مودیعین» پوځي اډې باندې لګیدلی دی.

د صهیونیسټ رژيم پوځ هم د یمن له توغندي سره په مقابلې کښې په ماتي خوړلو باندې اعتراف سره وویل یو توغندی د اسرائیلو هوايي حریم ته ورننوتلی او له هغه سره د مقابلې لپاره هڅې وشوي او په نتیجو باندې غور روان دی.

د صهیونیسټ رژیم ټیلي ويژن هم وویل چې دولس ښارګي میشته کسان پناه ځایونو ته د تښتیدا په وخت ژوبل شوي او نهه نور کسان د ویرې او ډار له کبله د درملنې مرکزونو ته انتقال شوي دي.

خبري سرچینو څو ساعته مخکې وویل د قدس د جنوب او د تل اویو په شمول د نیواکي فلسطین په ډیرو سیمو په تیره بیا ساحلي سیمو کښې د خطرې سایرنونه وهل شوي دي.

دغه راز د اسرائیلو د بن ګوریون هوايي ډګر الوتونه هم ځنډول شوي دي.