د جرمني او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران سوریې ته سفر کوي
(last modified Fri, 03 Jan 2025 07:45:04 GMT )
Jan 03, 2025 12:15 Asia/Kabul
  • د جرمني او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران سوریې ته سفر کوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیره «انالینا بربوک» له خپل فرانسوي سیال سره د اروپايي ټولنې په استازولۍ سوریې ته سفر کوي.

دغه وزارت نن په یو بیان کې زیاته کړې چې دمشق ته د بربوک سفر یو ورځنی دی او په ترڅ کې به یې د سوریې له چارواکو سره وګوري.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې له خپل سفر مخکې خبریالانو ته ویلي: «له فرانسوي سیال سره زما د نن ورځې سفر او د اروپایې ټولنې په استازولۍ د سوریې خلکو ته د اروپا او سوریې ترمنځ د نوي سیاسي پېل لپاره یو څرګند سېګنال دی.»

هغې ویلي چې دمشق ته په «خلاص لاس» سفر کوي.

دا په سوریه کې د بشارالاسد رژیم له پرځېدو او د یاغیانو له واکمنېدو وروسته د اروپايي هېوادونو چارواکو لومړنی رسمي سفر دی.