ایران اسلامي سپيڅلتیاو ته د فرانسې د یوه ښاروال سپکاوی وغاند
(last modified Thu, 09 Jan 2025 09:04:24 GMT )
Jan 09, 2025 13:34 Asia/Kabul
  • ایران اسلامي سپيڅلتیاو ته د فرانسې د یوه ښاروال سپکاوی وغاند

ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزارت د ایران د اسلامي جمهوریت د شخصیتونو او د سپیڅلتیاو په سپکاوي کښې د فرانسې د یوه ښار د ښاروال له سپکاوي ډک اقدام په کلکه وغاند.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د لویدیځې اروپا د چارو مشر او د وزیر مرستیال «مجید نیلي» د هیوادونو دیني او کلتوري ارزښتونو ته په احترام باندې ټینګار سره وویل د ایران د اسلامي جمهوریت د چارواکو پرضد له سپکاوي ډکې محتوا څخه استفاده د نورو ملتونو ارزښتونو ته د احترام په هکله د نړیوالو منل شویو قواعدو او د اصولو ښکاره خلاف ورزۍ ده او د نفرت د رامینځته کونکو ښکاره مصداق دی.

د صهیونیسټ رژیم له جنایتونو د فرانسې ملاتړ سبب شوی دی چې نن سبا د فرانسې سیاست او پالیسۍ د ایران له اسلامي جمهوریت سره له ډیر ضدیت  برخمنه شي.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون هم څه موده مخکې د ایران د اټومي پروګرام چټکتیا او د اوکراین پرضد د روسیې له جنګ څخه د تهران د ملاتړ په ادعا سره ویلي وو چې ایران په لویدیځه اسیا کښې تر ټولو اصلي سټراټيژیک او امنیتي چیلنج دی.

داسې ادعا چې د ایران خارجه وزارت هغه بې اساسه ، له دروغو ډکه او  متناقضه بللي ده.