د فرانسې حکومت د نړیوالو حقوقو د ژمنو خلاف ورزۍ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i156250
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي هامانه» د منافقینو د ترهګرې ډلې له غونډې د فرانسې کوربه توب د ټروریزم د ملاتړ روښانه مصداق او له ترهګرۍ سره د مقابلې او مخنیوي لپاره د نړیوالو حقوقو د ژمنې خلاف ورزۍ وبلله.
(last modified 2025-01-12T12:51:50+00:00 )
Jan 12, 2025 12:33 Asia/Kabul
  • د فرانسې حکومت د نړیوالو حقوقو د ژمنو خلاف ورزۍ کوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي هامانه» د منافقینو د ترهګرې ډلې له غونډې د فرانسې کوربه توب د ټروریزم د ملاتړ روښانه مصداق او له ترهګرۍ سره د مقابلې او مخنیوي لپاره د نړیوالو حقوقو د ژمنې خلاف ورزۍ وبلله.

«اسماعیل بقايي هامانه» د منافقینو د ترهګرۍ ډلګۍ د اقداماتو مخینې ته په اشارې سره چې د ایران د زرګونو بې ګناه خلکو د شهادت او د زرګونو نورو د ژوبلیدا سبب شول ، په ایران باندې د عراق د اته کلن تپلي تیري په بهیر کښې له صدام رژيم سره د منافقینو د ډلګۍ ملګرتیا ته په اشارې سره په فرانسه کښې د دغه ډلګۍ د عناصرو د فعالیت او د شتون دوام د ملګروملتونو د امنیت شورا د دیارلس سوه درې اویایم پریکړه لیک او له ترهګرۍ سره د مقابلې په ارتباط له نړیوالو تړونونو سره سم د فرانسې د حکومت د نړیوالو حقوقو د دندو خلاف ورزۍ او دغه راز د ملګروملتونو د منشور پراساس د حکومتونو ترمینځ د ملګرتیا او د دوستانه اړیکو په هکله د نړیوالو حقوقو له بنیادي اصولو سره توپیر وباله.

اسماعیل بقايي هامانه ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ په هکله د فرانسې د خپلې خوښې چلند او د ترهګرو ډلو خوشحالول یو خلاف ورزۍ کونکی عمل دی چې د فرانسې د حکومت د نړیوال مسوولیت سبب ګرځي او له اخلاقي  او د  بشري حقوقو د معیارونو له پلوه هم ناوړه او مرود کار دی.