طوفان الاقصی عملیات د اسرائیلو تر ټولو ستره پوځي ماتي ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم یوه لوړرتبه سیاستوال د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اومه نیټه د « طوفان الاقصی» عملیات د دغه رژيم لپاره تر ټولو ستره پوځي ماتي وبلله.
د صهیونیسټ رژيم د لیبر ګوند مشر «یائیر ګولان» پرون له معاریو ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل د پوځ لوی درستیز چې د اکتوبر د میاشتې په اومه نیټه یې د پوځ قومندنۍ کوله باید د جنګ بیه ورکړي.
دغه صهیونیسټي سیاستوال زیاته کړه اسرائیل د لیونتوب په حالت کښې دی او د دغه لیونتوب په زړه کښې یوه فاسده کابینه او یو فاسد لومړی وزیر شتون لري.
له دې مخکې د صهیونیسټ رژيم مشر «اسحاق هرتزوګ« د غزې تړانګې په شاوخو ښارګیو کښې له هستوګنه یوشمیر صهیونیسټانو سره په کتنه کښې چې له دغو سیمو څخه تښتیدا ته مجبوره شوي وو د دوه زره درویشتم میلادي کال د اکتوبر په اومه(۷) نیټه د طوفان الاقصی عملیات د دغه رژيم لپاره یوه بوږونکي غمیزه او ناکامۍ بللي ده.
هغه وویل د اسرائیلو د بندیانو له خوشي کیدا پرته به شرایط ښه نشي.
صهیونیسټ رژيم په فلسطین او غزې تړانګه کښې له ډیرو جنایتونو ترسره کولو سره سره اعتراف کړی دی چې په غزې تړانګې باندې له شپاړس میاشتو تیریو وروسته تراوسه له جنګ څخه خپلو هدفونو یعني د حماس غورځنګ له مینځه وړلو او له غزې تړانګې څخه د صهیونیسټ بندیانو په خوشي کولو کښې نه دی بریالی شوی.