د عراق پارلمان د امریکا له لاسوهنې سره مخالفت کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i156430
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمیټۍ د امریکا د خارجه وزارت بیانیې ته چې د عراق پارلمان یې د بودجې د لایحې په تصویبولو کښې چټکتیا کولو او د اربیل او د بغداد ترمینځ د نظرونو د اختلاف ختمولو ته هڅولی و غبرګون وښود.
(last modified 2025-01-17T00:07:16+00:00 )
Jan 17, 2025 04:30 Asia/Kabul
  • د عراق پارلمان د امریکا له لاسوهنې سره مخالفت کړی دی

ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمیټۍ د امریکا د خارجه وزارت بیانیې ته چې د عراق پارلمان یې د بودجې د لایحې په تصویبولو کښې چټکتیا کولو او د اربیل او د بغداد ترمینځ د نظرونو د اختلاف ختمولو ته هڅولی و غبرګون وښود.

د عراق د پارلمان د خارجي اړیکو د کمیټۍ غړي «مختار الموسوي» د عراق د بودجې په بحث کښې د امریکا د خارجه وزارت بیانیه د بغداد په کورنیو چارو کښې لاسوهنه وبلله او ویې ویل: د امریکا دغه اقدام ښکاره لاسوهنه او د نه منلو وړ چاره ده او د هغه په هکله چوپ نشو پاتې کیدلای او له دې کبله باید په رسمي ډول د عراق د مشهورو سیاسي شخصیتونو ، پارلمان او د حکومت له اړونده مسولانو لخوا رد کړې شي.

الموسوي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د بغداد او د اربیل ترمینځ د تیلو او د مالي نظرونو اختلاف د عراق کورنۍ موضوع ده او په دې موضوع کښې د هیڅ خارجي هیواد لاسوهنه سمه نه ده وویل دغه لاسوهنه د اختلافاتو د زیاتیدا سبب ګرځي او پر دې اساس د امریکا خارجه وزارت باید په دغه موضوع کښې لاسوهنه ونکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «مټیو میلر»  د جنورۍ په پینځلسمه نیټه په یو لړ څرګندونو کښې د عراق له پارلمان څخه غوښتي وو چې ژر تر ژره د هیواد د بودجې لایحه تصویب کړي.