ایران یو مهم هېواد دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i156650-ایران_یو_مهم_هېواد_دی
د عراق ولسمشر د ایران اسلامي جمهوریت د سیمې او نړۍ یو مهم هېواد وباله.
(last modified 2025-01-25T01:58:22+00:00 )
Jan 25, 2025 06:25 Asia/Kabul
  • ایران یو مهم هېواد دی

د عراق ولسمشر د ایران اسلامي جمهوریت د سیمې او نړۍ یو مهم هېواد وباله.

د عراق ولسمشر عبداللطیف جمال رشید پرون وویل، د تهران او بغداد اړیکې په ښه کچه کې دي او د پراخېدو په حال کې دي.

په دې وروستیو کې د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین چې د دغه هېواد له لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني سره یو ځای تهران ته تللی وو، د ایران او عراق اړیکې ډېرې ښې وبللې او د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو پلاویو د خبرواترو په هکله یې وویل: په دې ناسته کې، د یو لړ ګډو پروژو او راتلونکو پروژو په اړه خبرې وشوې.