د امریکا د میشیګان پوهنتون د فلسطین د ملاتړو کسانو فعالیت وځنډوه
Feb 02, 2025 00:29 Asia/Kabul
مهر خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د میشیګان پوهنتون مدیرانو په دغه پوهنتون کښې د فلسطین د یوې ملاتړي ډلې فعالیتونه تر دوو کلونو پورې وځنډول.
د محصیلینو دغه ډله چې د «ازادۍ او د برابرۍ لپاره متحد» نومیږي د صهیونیسټ رژيم د نسل وژنې د غندلو او له غزې تړانګې د ملاتړو مظاهرو د ترسره کولو په علت د پوهنتون د قوانینو په خلاف ورزۍ تورنه شوي ده.
د میشیګان پوهنتون د غزې د جنګ پرضد د امریکا د محصیلینو د اعتراضونو په وخت کښې د روان کال په سپرلي موسم کښې د فلسطین د ملاتړو محصیلینو په یوه اصلي مرکز بدل شوی و.
د امریکا نوي ولسمشر ټرامپ سپینې ماڼۍ ته له رسیدا سمدستي وروسته یو حکم لاسلیک کړی چې له یهودیانو سره د مقابلې کولو په تور په پوهنتونونو کښې د فلسطین له ملاتړو ډلو او نورو محصیلینو سره سخت چلند وکړي.
ټیګونه