ایران په سوریې کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړیدا ملاتړ کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي سفیر او استازي «امیر سعید ایرواني» وویل: ایران په سوریې کښې د ازادو انتخاباتو د ترسره کیدا له لارې د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړیدا او د جامعو ملي خبرو اترو ملاتړ کوي.
هغه د لویدیځې اسیا سیمې او د سوریې د حالاتو په هکله د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډه کښې زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت یوځل بیا د سوریې واکمنۍ، خپلواکۍ، وحدت او ځمکنۍ بشپړتیا ته په خپلې نه لړزانده پاې بندۍ ټینګار لري.
ایرواني په دې خبرې سره چې د سوریې راتلونکی باید منحصرا د دغه هیواد د خلکو لخوا او له هیڅ ډول خارجي لاسوهنې او یا د خارجي غوښتنې له تپلو پرته وټاکل شي ډاګینه کړه:صهیونیسټ رژیم هماغه راز د سوریې لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کیږي، ځکه چې په ځلونو یې د دغه هیواد د واکمنۍ او د ځمکنۍ بشپړتیا خلاف ورزیانې کړي دي او د ملګرومتلونو د امنیت شورا د ټولو پریکړه لیکونو په ښکاره خلاف ورزیو سره هماغه راز د جولان له لوړو څخه له شاتګ کولو ډډه کوي.
په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي امیر سعید ایرواني زیاته کړه امنیت شورا باید د صهیونیسټ رژيم د تیریو د بندولو لپاره پریکنده اقدام ترسره کړي او دغه رژیم مجبوره کړي چې د سوریې له ټولو نیول شویو سیمو شاتګ وکړي.