د امریکا څلورشپیته فیصده خلک د غزې له نیولو سره مخالف دي
(last modified Thu, 13 Feb 2025 07:10:54 GMT )
Feb 13, 2025 11:40 Asia/Kabul
  • د امریکا څلورشپیته فیصده خلک د غزې له نیولو سره مخالف دي

زمونږ خبریال راپور راکړی په امریکا کښې د ډیټا فار پراګریس(Data for Progress) په نوم د یوې ډلې لخوا له دولسو سوه ښاریزو سره په یوې نوي ترسره شوي نظر پوښتنې کښې د هیواد څلور شپیتو فیصده

خلکو د  فلسطین د غزې تړانګې د نیولو او د هغې د خپلولو لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرامپ له پلان سره مخالفت اعلان کړی.

د امریکا زیاتو خلکو دغه راز د غزې د نیولو لپاره مینځني ختیځ ته د پوځيانو د استولو لپاره د امریکا له پلان سره هم سخت مخالفت وکړ.

دغه راز د مصر دوو امنیتي سرچینو وویل که چیرې د امریکا ولسمشر ټرامپ له غزې تړانګې څخه د فلسطینیانو د بې کوره کولو لپاره اجنډا په پروګرام کښې ولري نو د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي به د امریکا له ولسمشر ټرامپ سره د خبرو لپاره واشنګټن ته لاړ نشي.

دغه راز د فلسطین په «نور شمس» او «طولکرم» کډوالو کیمپونو کښې د قسام غونډ او د نورو فلسطیني ډلو او د اسرائیلي عسکرو ترمینځ نښتې روانې دي چې له کبله یې یو فلسطیني مبارز «خالد مصطفی عامر» شهید شوی.

دغه راز ځايي سرچینو ویلي دي چې په «جنین »کیمپ کښې هم د اسرائیلو او د فلسطیني مبارزانو ترمینځ نښتې روانې دي.

دغه راز د اردن باچا عبدالله د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره په ټیلي فوني خبرو کښې په غزې تړانګه او لویدیځه غاړه کښې د خطرناکو بدلونونو په هکله خبرې وکړې.

دغه ټيلي فوني خبرې په واشنګټن کښې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرامپ سره د اردن د باچا عبدالله له کتنې یوه ورځ وروسته شوي دي.

د فرانسې ولسمشر په دغو ټیلي فوني خبرو کښې د غزې د خلکو د بې کوره کولو لپاره د امریکا د ولسمشر ټرامپ له لانجمن پلان سره د پاریس سخت مخالفت یوځل بیا تکرار کړ.

د امریکا له ولسمشر ټرامپ سره د اردن د باچا عبدالله د کتنې په وخت خبریالانو بیا بیا په هغه دباو راوړه چې ایا ته د ډونالډ ټرامپ د پلان ملاتړ کوې نو باچا عبدالله یوازې دا وویل چې مصر به له یوه پلان سره راشي او عرب هیوادونه به  بیا په دغه پلان باندې په عربستان کښې په یوې غونډې کښې بحث وکړي.