د امریکا د ولسمشر مرستیال د جرمني چارواکي غصه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i157358
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د جرمني په «مونیخ» امنیتي کانفرنس کښې د امریکا د ولسمشر ټرامپ د مرستیال «جي ډي ونس» څرګندونو او د اروپايي هیوادونو په اقداماتو باندې د هغه نیوکې د جرمني د سیاستوالانو په شمول د اروپا د چارواکو غصه راپارولي ده.
(last modified 2025-02-16T10:20:16+00:00 )
Feb 16, 2025 14:44 Asia/Kabul
  • د امریکا د ولسمشر مرستیال د جرمني چارواکي غصه کړي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د جرمني په «مونیخ» امنیتي کانفرنس کښې د امریکا د ولسمشر ټرامپ د مرستیال «جي ډي ونس» څرګندونو او د اروپايي هیوادونو په اقداماتو باندې د هغه نیوکې د جرمني د سیاستوالانو په شمول د اروپا د چارواکو غصه راپارولي ده.

جي ډي ونس د مونیخ په کانفرنس کښې وویل روسیه او چین په اروپا کښې ډیموکراټیکو ارزښتونو او امنیت ته ګواښ نه کوي بلکې دغه ګواښونه په خپله د اروپا له داخل څخه رامینځته شوي دي.

د امریکا د ولسمشر ټرامپ د مرستیال جي ډي ونس دغو څرګندونو د جرمني د دفاع وزیر «بوریس پیسټوریوس» غصه راپارولي ده.

د انګلستان «فایننشل ټایمز» ورځپاڼې په همدې ارتباط ولیکل چې د امریکا د دغه سیاستوال وینا له هر څه زیات د جرمني د چارواکو چې د مونیخ د کانفرنس کوربه توب پرغاړه لري غصه ځان پسې لرلي ده.

د جرمني د ډیموکراټ عیسايي ګوند مشر او د دغه هیواد د صدراعظمې د څوکۍ کاندید  «فرډریش مرتس» هم وویل دا د امریکا د حکومت دنده نه ده چې دلته په جرمني کښې مونږ ته ووايي چې په کوم ډول د خپلو ډیموکراټیکو ارګانونو ساتنه وکړو.

له دې مخکې هم د امریکا د ولسمشر ټرامپ مرستیال جي ډي ونس  ټینګار کړی و چې اروپايي هیوادونه باید د خپل امنیت لپاره زیاتې پیسې ولګوي.