د امنیت د ټینګښت لپاره له عراق سره سلامشوره اړینه ده
(last modified Mon, 17 Feb 2025 06:27:52 GMT )
Feb 17, 2025 10:57 Asia/Kabul
  • د امنیت د ټینګښت لپاره له عراق سره سلامشوره اړینه ده

پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال مجید تخت روانچي د دې په بیان سره چې  له عراق څخه لیدنه د دواړو هېوادونو د منظمو سیاسي مشورو په چوکاټ کې ده وویل:  د امنیت د ټینګولو لپاره له بغداد سره سلامشوره اړینه ده.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ تخت روانچي پرون  د عراق د ملي امنیت له سلاکار قاسم الاعرجي سره له کتنې او خبرو وروسته، په سیمه (لوېدیځې آسیا) کې د ثبات د تامین لپاره د ګډې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.

هغه څرګنده کړه: ملي امنیت د ایران او عراق لومړیتوب دی او دا مسئله، د دواړو هېوادونو ترمنځ په ټولو سطحو کې د سلامشورو او همغږۍ دوام ضروري بولي.

تخت روانچي په بېلابېلو برخو کې د اړیکو او همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره د منظمو دوه اړخیزو ناستو پر دوام خوښي څرګنده کړه.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال همدارنګه پرون د عراق د پارلمان له مرستیال محسن المندلاوي سره هم لیدنه او د ایران او عراق د ګډو ګټو په هکله یې د نظر تبادله وکړه.