د ملګروملتونو یوه چارواکي د اسرائیلو پرضد دریځ په وجه ګواښل شوي
مهر خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو یوې چارواکي فرانچسکا البانیز(Francesca Albanese) ایشوا کړه زه څو ځله د هغو دریځونو په خاطر چې د اسرائیلو پرضد مو غوره کړي ده ګواښل شوي یم.
د فلسطین په چارو کښې د ملګروملتونو د بشري حقوقي ځانګړي راپورټرې فرانسچکا البانیز د قطر له الجزیرې ټیلي ويژن سره په مرکه کښې ایشوا کړه چې په غزې کښې د جنګ پرضد د دریځ د غوره کولو او د اسرائیلو پرضد د وینا په خاطر چې ویلي مو نسل کشۍ کوي په ځلونو ګواښل شوي یم.
هغې دغه راز د غزې تړانګې په هکله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ خپره شوي ویډیو نفرت رامینځته کونکي وبلله.
د ملګروملتونو دغه چارواکې فرانچسکا البانیز ټینګار وکړ: باید د غزې تړانګې د خلکو په زوره د جلاوطن کولو او ایستلو په هکله له احمقانه ایډیاګانو سره مقابله وکړو.
البانیز وویل چې د امریکا د ولسمشر ټرامپ حکومت په قصدي ډول د غزې تړانګې پرضد جنګ پیل کړی دی.
هغې دغه راز د غزې پرضد په جنګ باندې د نیوکه کونکو کسانو په ځپلو کښې د اسرائیلو اقدامات ویرونکي او د نه منلو وړ وبلل.
د امریکا ولسمشر ټرامپ څه موده مخکې په خپل «سوشل تروت» اینټرنیټ پاڼه کښې په مصنوعي هوش یعني ارټیفیشل اینټیلجینس سره یوه جوړه ویډیوه خپره کړي وه کومه چې غزې تړانګه یو لوکس او توریسټي ښار نندرې ته وړاندې کوي.
په دغه ویډیو کښې ډونالډ ټرامپ هلته خوندونه اخلي او ایلان ماسک هم ځايي ډوډۍ خوري او هوا ته پیسې شیندي.