په سپینه ماڼۍ کښې ژبنی جنګ د اروپا پرمخ څپیړه وه
(last modified Sun, 02 Mar 2025 00:08:33 GMT )
Mar 02, 2025 04:38 Asia/Kabul
  • په سپینه ماڼۍ کښې ژبنی جنګ د اروپا پرمخ څپیړه وه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فرانسې سرزوري ښې پالې مشرې مارین لوپن په یوې وینا کښې د اوکراین او د امریکا د ولسمشرانو وروستۍ غونډه په امریکا باندې د اروپايي هیوادونو د اړوندوالي نښه وبلله.

د فرانسې د سرزوري ښي پال ګوند مشرې مارین لوپن د اوکراین او د امریکا د ولسمشرانو ولودیمیر زلنسکي او د ډونالډ ټرامپ ترمینځ ژبنی جنګ په سخته وغاند او هغه یې د اروپا پرمخ څپیړه وبلله او خبرداری یې ورکړ چې د اروپا د لویې وچې امنیت هماغه راز د واشنګټن په واک کښې دی.

په تیرې جمعې ورځ په سپینه ماڼۍ کښې د امریکا ولسمشر ټرامپ او د هغه مرستیال جي ډي وینس د اوکراین ولسمشر زلنسکي بې عزته کړ او هغه یې د امریکا د ملاتړ په قدرونې نه کولو تورن کړ.

دغه ژبنۍ شخړه د امریکا د ولسمشر ټرامپ لخوا د پلان شوي  خبري کانفرنس د لغو کیدا او د دواړو هیوادونو ترمینځ د معدني موادو د تړون د نه لاسلیک کیدا سبب شوه.

د اروپايي هیوادونون مشرانو دغه ژبنۍ شخړه ته په غبرګون کښې سمدستي د اوکراین په ملاتړ کښې بیانیې خپرې کړې او د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون او د اروپا د کمیسیون مشر اورسلافون ډر لاین په جلا جلا بیانیو کښې له اوکراین څخه په ملاتړ کولو ټینګار وکړ او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ټرامپ د غږملتیا په هکله یې خبرداری ورکړ.

د ویلو ده چې د اوکراین جنګ هم امریکا او اروپايي هیوادونو پیل کړی و چې روسیه کمزوري کړي او اوس یې له اوکراین سره خپلې مرستې هم بندې کړي دي او هغه یې یوازی پریښودلی دی.