ایران تراوسه د امریکا د ولسمشر لیک نه دی ترلاسه کړی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ ایران ته د لیک د استولو په هکله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د ادعا په هکله وویل: مونږ تراوسه دا ډول کوم لیک نه دی ترلاسه کړی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ له فاکس بیزنس ټیلي ويژن سره په یوه مرکه کښې وویل چې د ایران ستر مشر ته یې یو لیک استولی دی چې د خبرواترو غوښتنه پکښې شوي ده.
اکسیوس سایټ په دې هکله ولیکل: د امریکا ولسمشر ټرامپ وايي چې د ایران مشر ته یې یو لیک استولی دی او پکښې د اټومي موافقې وړاندیز شوی دی.
د امریکا دغه رسنۍ زیاته کړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ وویل چې ما په تیرې چهارشنبې ورځ د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه اي ته یو لیک استولی دی چې ټينګار مو کړی دی زه غواړم چې د ایران د اټومي پروګرام په هکله موافقې ته ورسیږو.
د امریکا ولسمشر ټرامپ یوځل بیا په دغه ادعا سره چې غواړي له ایران سره د نوي اټومي موافقې په هکله خبرې وکړي ادعا وکړه باید داسې کار ترسره شي چې ایران ونشي کولای اټومي وسلې ولري.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي څه موده مخکې ویلي وو زه د ډونالډ ټرامپ له حکومت سره د نیغ په نیغه خبرو ملاتړ نه کوم ځکه چې په امریکا اعتماد نلرم.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم وویل چې له امریکا سره د خبرو ملاتړ کوم خو د اسلامي انقلاب د سترلارښود ایت الله خامنه اي په سپارښتنې به عمل وکړم.