د ایران اسلامي جمهوریت د امریکا د شرارت په هکله خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i158600-د_ایران_اسلامي_جمهوریت_د_امریکا_د_شرارت_په_هکله_خبرداری_ورکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د هر ډول شرارت په هکله د ایران له خبرداري څخه ډک رسمي یادښت په تهران کښې د امریکا د ګټو ساتونکي دفتر(د سویزرلینډ سفارت) ته ورکړل شو.
(last modified 2025-03-31T09:29:08+00:00 )
Mar 31, 2025 12:51 Asia/Kabul
  • د ایران اسلامي جمهوریت د امریکا د شرارت په هکله خبرداری ورکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د هر ډول شرارت په هکله د ایران له خبرداري څخه ډک رسمي یادښت په تهران کښې د امریکا د ګټو ساتونکي دفتر(د سویزرلینډ سفارت) ته ورکړل شو.

په سیمه کښې د ناامنۍ د رامینځته کولو لپاره د صهیونیسټ رژيم پرله پسې شرارتونو  او د امریکا د ولسمشر ټرامپ ګواښونو ته په پام سره  نن سهار د سویزرلینډ د سفیر  په نشتون سره د امریکا د ګټو د ساتونکي په ظرفیت کښې د سویزرلینډ د سفارت سرپرست د ایران د خارجه وزارت د امریکا د چارو د مسوول «عیسی کاملي» لخوا خارجه وزارت ته احضار کړی شو.

د ایران د بهرنیو چارو د  وزارت د امریکا د چارو مسوول عیسی کاملي په دغه غونډه کښې د ملګروملتونو د منشور او د نړیوالو حقوقو پرخلاف د امریکا د ولسمشر ټرامپ د تاوتریخوالي د رامینځته کونکو څرګندونو په غندلو او ردولو سره د هرډول شرارت په هکله د ایران د خبردارې رسمي یادښت او هر ډول ګواښ ته د پریکنده او سمدستي غبرګون د ښودلو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت اراده هغه ته اعلان کړه.

په تهران کښې د سویزرلینډ د سفارت سرپرست ډاډ څرګند کړ چې د ایران دغه خبرداری به سمدستي د امریکا حکومت ته ورسوي.