امریکا باید د خپلواکه هیوادونو له ګواښلو څخه لاس واخلي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i158646-امریکا_باید_د_خپلواکه_هیوادونو_له_ګواښلو_څخه_لاس_واخلي
د چین د بهرنیو چارو وزیر« وانګ یي» چې د روسیې له ولسمشر او د باندنیو چارو له وزیر سره د کتنې لپاره ماسکو ته تللی دی وویل:
(last modified 2025-04-02T02:43:11+00:00 )
Apr 02, 2025 04:00 Asia/Kabul
  • امریکا باید د خپلواکه هیوادونو له ګواښلو  څخه لاس واخلي

د چین د بهرنیو چارو وزیر« وانګ یي» چې د روسیې له ولسمشر او د باندنیو چارو له وزیر سره د کتنې لپاره ماسکو ته تللی دی وویل:

 امریکا باید سرحدونو ته نږدې د لنډ واټنه ځمکنیو توغندیو دیره کول او د خپلواکه هیوادونو ګواښل بند کړي.

هغه د روسیې له ریانووستي  خبري اژانس  سره په مرکه کښې وویل چین له امریکا غواړي د اټومي جنګ د خطرونو د کمولو او دغه راز په ملي امنیت کښې د اټومي وسلو د رول د کمزوري کولو هڅه وکړي.

د چین خارجه وزیر وانګ یي د اټومي بې وسلې کولو له خبرو سره د چین د یوځاې کیدا په هکله د امریکا غوښتنه غیر منصفانه او غیر حقیقي وبلله او ویې ویل د چین اټومي سلاکوټ له امریکا څخه کوچنی دی او په دې لړ کښې امریکا د ځمکې پرمخ د ترټولو ستر اټومي سلاکوټ د خاوند په توګه باید د اټومي وسلو د کمولو لپاره کار وکړی.

هغه د روسیې او د اوکراین ترمینځ د جنګ د رامینځته کیدا جرړو ته په اشارې سره وویل چین د اوکراین د کړکیچ د علتونو د جرړې د ایستلو ملاتړي کوي او پیکینګ د شخړې په حل کول کښې د رغنده رول لوبولو ته تیار دی.