امریکا د بدمعاشۍ او د اقتصادي یواړخیز پالنې هڅه کوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د چین حکومت په یوې بیانیې کښې له ګمرکي تعرفو څخه په ناوړه استفادې کولو کښې د امریکا د وروستي اقدام په هکله په خپل نوي دریځ کښې وویل واشنګټن د اقتصادي یواړخیزپالنه او د بدمعاشۍ هڅه کوي.
د چین حکومت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره چې د هیواد له رسمي ټیلي ويژن خپره شوه له حد څخه له زیاتو تعرفو د امریکا استفاده یو ډول بدمعاشۍ او اقتصادي یواړخیزه پالنه وبلله او ویې ویل پیکینک له دغه اقدام سره سخت مخالف دی او ورسره به مقابله وکړي.
د چین د حکومت په بیانیې کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې پیکینګ سرخوږي نه رامینځته کوي او له سرخوږې هم نه ویریږي وویل همدا اوس امریکا په بیلابیلو پلمو سره د چین په شمول په خپلو تجارتي شرکانو باندې زیاتې تعرفي لګولي دي او په جدي ډول یې د تجارت د نړیوالې موسسې د قوانینو او د ټولو هیوادونو د جایزو حقوقو او ګټو سخته خلاف ورزۍ کړي او په قوانین ولاړ څو اړخیزه تجارتي نظام یې سخت کمزوری کړی او د نړیوال اقتصادي نظم په ثبات جدي اغیز شیندي او د چین حکومت په کلکه دغه موضوع غندي او ورسره پریکنده مخالفت کوي.