د ټرمپ استازی ویټکاف د روسيې له ولسمشر پوتین سره خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i158974-د_ټرمپ_استازی_ویټکاف_د_روسيې_له_ولسمشر_پوتین_سره_خبرې_وکړې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازی "سټیو ویټکاف په سن پیټرز بورګ کې د روسيې له ولسمشر پوتین سره خبرې وکړې .
(last modified 2025-04-11T23:34:16+00:00 )
Apr 12, 2025 04:02 Asia/Kabul
  • د ټرمپ استازی ویټکاف د روسيې له ولسمشر پوتین سره خبرې  وکړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازی "سټیو ویټکاف په سن پیټرز بورګ کې د روسيې له ولسمشر پوتین سره خبرې وکړې .

د منځني ختیځ په چارو کې د ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی «سټیو ویټکاف» پرون  د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدو لپاره مسکو ته ولاړ وو .د کرملین ماڼۍ ویندوی تایید کړی ده چی په دغه  کیته کې د اوکراین په اړه هم خبرې کیږي  خو خبرداری یی ورکړ چی باید  د هیڅ پرمختګ تمه ونلرلې شي .

د ویټکاف دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي، چې ټاکل شوې ده نن په عمان کې له ایران سره په غیرمستقیمو اټومي خبرو اترو کې ګډون وکړي