عراقچي په مذاکراتو کې دنظام استازی و
https://parstoday.ir/ps/news/event-i159016-عراقچي_په_مذاکراتو_کې_دنظام_استازی_و
د ایران د ولسمشر د دفتر د اطلاع رسولو او ارتباطاتو مرستیال د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو بهیر ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د مسقط په خبرو اترو کې د نظام استازیتوب وکړ.
(last modified 2025-04-13T04:29:41+00:00 )
Apr 13, 2025 08:52 Asia/Kabul
  • عراقچي په مذاکراتو کې دنظام استازی و

د ایران د ولسمشر د دفتر د اطلاع رسولو او ارتباطاتو مرستیال د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو بهیر ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د مسقط په خبرو اترو کې د نظام استازیتوب وکړ.

پارس ټوډې خبري اژانس  د (ایسنا) په حواله ویلي، مهدي طباطبایي د ایران او امریکا د خبرو اترو په بهیر کې د داخلي اجماع او یووالي اهمیت ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د مسقط په خبرو اترو کې د نظام استازی و.

د "مهدي طباطبايي" د پیغام متن په X شبکې راغلي دي دي چی عباس عراقچي  په مزاکراتو کې  د اسلامي جمهوریت سفیر او استازی و. د اسلامي انقلاب ستر رهبر، ولسمشرپزشکیان ، د پارلمان رییس او د قضاییه قوې  مشر،له  ایراني ملت  سره یوځای، ټول په یوه جبهه کې دي.