عراقچي په مذاکراتو کې دنظام استازی و
د ایران د ولسمشر د دفتر د اطلاع رسولو او ارتباطاتو مرستیال د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو بهیر ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د مسقط په خبرو اترو کې د نظام استازیتوب وکړ.
پارس ټوډې خبري اژانس د (ایسنا) په حواله ویلي، مهدي طباطبایي د ایران او امریکا د خبرو اترو په بهیر کې د داخلي اجماع او یووالي اهمیت ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د مسقط په خبرو اترو کې د نظام استازی و.
د "مهدي طباطبايي" د پیغام متن په X شبکې راغلي دي دي چی عباس عراقچي په مزاکراتو کې د اسلامي جمهوریت سفیر او استازی و. د اسلامي انقلاب ستر رهبر، ولسمشرپزشکیان ، د پارلمان رییس او د قضاییه قوې مشر،له ایراني ملت سره یوځای، ټول په یوه جبهه کې دي.