پزشکیان: د هیواد چارې خبرو اترو ته نه ځنډیږي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i159134-پزشکیان_د_هیواد_چارې_خبرو_اترو_ته_نه_ځنډیږي
د ایران ولسمشر پزشکیان د اسلامي انقلاب د ستر رهبر د حکیمانه لارښوونو او خبرو قدرداني وکړه او ويې ويل: "د مذاکراتو پروسه په عادي ډول روانه ده او د هېواد چارې هم په خپل طبیعي لاره کې پلي او تعقیبېږي او دا بحثونه او مسایل به د یوې ثانیې لپاره هم ونه ځنډول شي."
(last modified 2025-04-17T03:21:54+00:00 )
Apr 17, 2025 07:48 Asia/Kabul
  • پزشکیان: د هیواد چارې خبرو اترو ته نه ځنډیږي

د ایران ولسمشر پزشکیان د اسلامي انقلاب د ستر رهبر د حکیمانه لارښوونو او خبرو قدرداني وکړه او ويې ويل: "د مذاکراتو پروسه په عادي ډول روانه ده او د هېواد چارې هم په خپل طبیعي لاره کې پلي او تعقیبېږي او دا بحثونه او مسایل به د یوې ثانیې لپاره هم ونه ځنډول شي."

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د کابینې  په غونډه کې د اسلامي انقلاب د ستر رهبر د هوښیارانه لارښوونو او خبرو ستاینه وکړه او ویې ویل: "د خبرو اترو پروسه په نورمال او عادي ډول روانه ده، او د هیواد چارې هم په خپل طبیعي لاره کې پلي او تعقیب کیږي، او دا بحثونه او مسایل حتی د یوې ثانیې لپاره هم نشي ځنډیدلی. البته، مونږ په طبیعي ډول یوې موافقې ته  د رسیدو هرکلی کوو."

وروسته له هغه چې د انرژۍ وزیر د یو شمیر بریښنا فابریکو د بیرته فعالیت د وروستي حالت په اړه راپور ورکړ چې د ترمیم لپاره له شبکې څخه قطع شوي وو، پزشکیان زیاته کړه: "له  بهر چمتو شوي د سولر پینلونو لومړۍ بار به په راتلونکو څو ورځو کې هیواد ته داخل شي، او د دوی نصب او په دولتي څانګو کې باید ژر تر ژره بشپړ شي."