د حماس د القسام غونډونو د صیهونیسټ رژیم مرکاوا ټانکونه تباه کړل
https://parstoday.ir/ps/news/event-i159140-د_حماس_د_القسام_غونډونو_د_صیهونیسټ_رژیم_مرکاوا_ټانکونه_تباه_کړل
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) پوځي څانګې القسام د غزې په ختیځ کې د صیهونیستي پوځ درې مرکاوا ټانکونه ویجاړ کړل.
(last modified 2025-04-17T05:48:07+00:00 )
Apr 17, 2025 07:55 Asia/Kabul
  • د حماس د  القسام غونډونو د صیهونیسټ رژیم  مرکاوا ټانکونه تباه کړل

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) پوځي څانګې القسام د غزې په ختیځ کې د صیهونیستي پوځ درې مرکاوا ټانکونه ویجاړ کړل.

پارس ټوډې د ایرنا په حواله راپور راکوي ، د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) پوځي څانګې القسام اعلان وکړ چې د دوی جنګیالیو د غزې ښار په ختیځ کې د الوفا روغتون ته نږدې د اسراییلي پوځ درې مرکاوا ټانکونه په  یاسین ۱۰۵ ټانک ضد توغندیو سره په نښه کړل.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه، اسراییلي رژیم د غزې تړانګې پر وړاندې د دوو اصلي اهدافو سره جګړه پیل کړه: د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) له منځه وړل او له دې سیمې څخه د صهیونیسټانو بندیان بیرته راګرځول، خو د دې اهدافو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلل او اړ شو چې د حماس غورځنګ سره د بندیانو د تبادلې لپاره یوې موافقې ته ورسیږي.

د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۱۹مه، د حماس او اسراییلي رژیم ترمنځ د یوې موافقې پر بنسټ، په غزه کې اوربند ټینګ شو، او یو شمېر بندیان تبادله شول. خو وروسته د اسراییلو رژیم د اوربند د خبرو اترو دوهم پړاو ته له ننوتلو څخه انکار وکړ او د ۲۰۲۵ کال د مارچ د ۱۸مې نیټې د سه شنبې په سهار یې د اوربند د شرایطو څخه په سرغړونه سره د غزې پر وړاندې خپل پوځي یرغل بیا پیل کړ.