روسیې د کورسک سیمې نهه نوي فیصده خاوره ازاده کړي ده
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د وسله والو ځواکونو مشر «والري ګراسیموف» وویل د ماسکو ځواکونو د کورسک سیمې نهه نوي اعشاریه پینځه فیصده ځمکې ازادې کړي دي.
د تیر میلادي کال په اګست میاشت کښې د اوکراین پوځیانو د یوې سترې پوځي بریا د ترلاسه کولو په فکر سره په کورسک سیمه کښې د روسیې په خاورې باندې برید وکړ خو د روسیې پوځیان د خپلو پوځي عملیاتو د دوام په وجه ونه توانیدل د دغه سیمې زیاتې برخې د اوکراین له عسکرو بیرته ازادې کړي.
د روسیې د پوځ لوی درستیز والري ګراسیموف پرون له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په خبرو کښې وویل د ماسکو ځواکونو د اوکراین له پوځیانو څخه د کورسک سیمې نهه نوي اعشاریه پینځه فیصده ځمکې ازادې کړي دي.
هغه وویل په کورسک سیمه کښې په ګورنا او اولشنیا سیمو کښې د اوکراین د وسله والو ځواکونو پاکول دوام لري.
د هغه څه پراساس چې د روسیې د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ویلي دي د ماسکو د پوځ ټولې ډلې له یولسو خواو د پرمختګ په حال کښې دي او همدا اوس بلګورود سیمې ته د ورننوتلو لپاره د اوکراین د وسله والو ځواکونو د هڅې مخنیوی شوی دی.