د ایران د قضايي قوې مشر چین ته ورسېد
(last modified Tue, 22 Apr 2025 01:52:38 GMT )
Apr 22, 2025 06:22 Asia/Kabul
  • د ایران د قضايي قوې مشر چین ته ورسېد

د ایران د قضايي قوې مشر د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د قضايي نظام د مشرانو په شلمه غونډه کې د ګډون لپاره د لوړ پوړي قضايي پلاوي په مشرۍ د چین هانګژو ښار ته ورسېد.

د پارس ټوډې د راپور له مخې حجت الاسلام والمسلمین غلام حسین محسني-اژي ، د لوړ پوړي قضايي پلاوي په مشرۍ د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هیوادونو د قضايي سیسټم د مشرانو په شلمه غونډه کې د ګډون لپاره چین ته ورسید او د دغه  د چارواکو لخوا یې په رسمي ډول هرکلی وشو.

د ایران د قضايي قوې مشر به د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د قضايي نظام د مشرانو په غونډه کې د ګډون او وینا په ترڅ کې د دې مهم سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د حقوقي او قضايي همغږۍ او همکارۍ د لا پراختیا لپاره ستراتیژیکې او عملیاتي حل لارې وړاندیز کړي.