د اسرائیلو لومړی وزیر بیا محکمې ته حاضر کړی شوی
(last modified Wed, 23 Apr 2025 01:20:59 GMT )
Apr 23, 2025 05:50 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو لومړی وزیر بیا محکمې ته حاضر کړی شوی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د مالي فساد په هکله تورونو ته د ځواب ویلو لپاره د څلرویشتم ځل لپاره د تل اویو په مرکزي محکمې کښې حاضر شو.

د اسرائیلو یدیعوت احارنوت ورځپاڼې پرون ولیکل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د تیر میلادي کال د دسمبر د میاشتې له لسمې نیټې څخه تراوسه پورې د څلرویشتم ځل لپاره محکمې ته حاضر شوی دی.

د اسرائیلو محکمه د لومړي وزیر نتانیاهو د مالي فساد د تورونو په هکله د هغه د غوښتنو د اوریدو لپاره هره اونۍ دوه ځله غونډه کوي.

په عین حال کښې د اسرائیلو محکمې فیصله وکړه چې د لومړي وزیر نتانیاهو د مالي فساد د تورونو غونډې د راتلونکي مي میاشتې په اومه نیټه پاې ته ورسوي.

د محکمې د فیصلې پراساس نتانیاهو د روانې اپریل میاشتې په اتویشتمه او نهویشتمه نیټه محکمې ته حاضریږي.

د اسرائیلو د ناروا او د ظالم رژیم لومړی وزیر نتانیاهو چې یو ستر جنایتکار او قاتل دی د زر ، د دوه زره او د څلور زره په نوم  دوسیو کښې  په امانت کښې د خیانت کولو ، د رشوت د اخیستلو او په مالي فساد تورن دی.