د یمني مقاومت په وړاندې په بې وسۍ د امریکایی چارواکو اعتراف
امریکايي چارواکو اعتراف وکړ چې د یمن بمبارۍ د یمني مقاومت د وړتیا په کمولو کې هیڅ اغیزه نه درلوده.
د یمن د سترې سیاسي شورا سلاکار "محمد طاهر انعم " وویل چې په یمن باندې د تیریګرو بریدونو دوام او د هغوی زیاتوالی د امریکا د مایوسۍ او له تیرو یوې نیمې میاشتې راهیسې له دې بریدونو د خپلو اهدافو په ترلاسه کولو کې د ناکامۍ څرګندونه ده.
امریکایي چارواکو دا ومنله چې د یمني ځواکونو د MQ-9 بې پیلوټه الوتکو د غورځولو وړتیا د عملیاتو دوهم پړاو ته د لیږد مخه ونیوله، او د شپږو اونیو بمبارۍ په دې وړتیا هیڅ اغیزه نه درلوده.
امریکايي چارواکو راپور ورکړی چې یمني ځواکونو په بریالیتوب سره اووه MQ-9 بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي، چې د دوی پر وړاندې یی د عملیاتو دوهم پړاو ته د انتقال مخه نیولې ده.
امریکايي چارواکو زیاته کړه: "مونږ هیله درلوده چې په ۳۰ ورځو کې په یمن کې هوايي برتري ترلاسه کړو، د حوثیانو هوايي دفاع کمزورې کړو، او د حوثیانو د مشرانو په اړه د امعلوماتو راټولولو او په نښه کولو باندې متمرکز یو نوی پړاو پیل کړو."
امریکایانو ومنله چې په یمن کې د دې ماموریت د ترسره کولو لپاره ترټولو مناسبې بې پیلوټه الوتکې MQ-9 دي، چې حوثیانو څو ځله ویشتلې او د دې بې پیلوټه الوتکو په نښه کولو کې ډیر مهارت لري..
MQ-9 ډرون د امریکا د پوځ یو له خورا پرمختللو پوځي تجهیزاتو پیژندل کیږي، خو تولید یې هم خورا ګران دی.
امریکايي چارواکو اعتراف کړی چې د حوثیانو وړتیا او هوډ چې پر امریکايي او سوداګریزو کښتیو او اسراییلي رژیم برید وکړي، ډېر بدلون نه دی راغلی. د امریکايي چارواکو په وینا، د شپږو اونیو بمبارۍ د حوثیانو په وړتیاوو یا د دوی د قوماندې او کنټرول جوړښت باندې هیڅ اغیزه نه ده کړې. اسراییلي او امریکایي رژیمونه په یو وخت په یمن بریدونه کوي.
د امریکا جنګي الوتکو د الحدیده ولایت په الصلف ښار کې د راس عیسی بندر دوه ځله بمبار کړ. امریکا او بریتانیا د صهیونیسټ رژیم په ملاتړ سره په یمن هوايي بریدونه پیل کړل، او لکه څنګه چې دا بریدونه دوام لري، دوی په هیواد کې د استوګنې سیمې او ملکي مرکزونه په نښه کوي.
سره له دې بریدونو، د یمن وسله وال ځواکونه په غزه کې د مقاومت او فلسطیني خلکو ملاتړ ته دوام ورکوي، او د ځانګړو عملیاتو په ترسره کولو سره یې د اشغالي سیمو زړه، له صهیونیسټ رژیم سره تړلې کښتۍ، او حتی په سره سمندر او هند سمندر کې امریکایي کښتۍ په نښه کړې دي. د یمن ځواکونو د امریکا او صهیونیسټ رژیم د بریدونو په ځواب کې په نیواکي شویو سیمو کې مهم اهداف په نښه کړي دي.
د اوسنیو شرایطو په پام کې نیولو سره، باید دغه واقعیت ته اشاره و شي چې د امریکا جنګي ماشین، چې د صهیونیسټ رژیم د ملاتړ په هدف سیمې ته په پراخه کچه ننوتلی دی، نه یوازې له یمني وسله والو ځواکونو سره په مقابله کې بې اغیزې دی، بلکې د یمني مقاومت لپاره هم یو مناسب هدف ګرځیدلی دی.
د یمن وسله والو ځواکونو هم په مؤثره توګه په سره سمندر کې دقدرت انډول په خپلې ګټې بدل کړی دی، او امریکایي پوځ هم د یمني اقداماتو په ځواب کې د هیواد په بیلابیلو برخو کې پراخ هوایي بریدونه پلان او ترسره کړي دي.
سیمه ییز پبدلونونه ښيي چې د یمن مقاومت د امریکا او صهیونیسټ رژیم د ګډو بریدونو ځواب ورکولو ته بشپړ چمتو دی. د امریکا پرمختللي پوځي تجهیزات د یمن د مقاومت په درولو کې اغیزمن نه دي، بلکې د دې پر ځای یې دا ځواکونه د صهیونیسټي نیواکګرو او د هغوی له امریکایي ملاتړو سره د مقابلې لپاره ډیر وړ کړي دي.
په یمن کې بدلونونو یو ځل بیا د امریکایانو د غلطې محاسبې پایلې څرګندې کړې او ثابته یې کړه چې په سیمه کې به د امریکایي ځواکونو شتون د تاوتریخوالي او بې ثباتۍ لامل شي.