امریکا د اوکراین له کانونو څخه د ګټې اخیستنې تړون لاسلیک کړ
(last modified Thu, 01 May 2025 09:04:50 GMT )
May 01, 2025 13:34 Asia/Kabul
  • امریکا د اوکراین له کانونو څخه د ګټې اخیستنې تړون لاسلیک کړ

امریکا او اوکراین پرون (چهارشنبه) د اوکراین له کانونو څخه د ګټې اخیستنې تړون لاسلیک کړ.

د راپور پر بنسټ، د دې هوکړې له‌مخې به امریکا د اوکراین کانونو د تړون اجازه ترلاسه کړي او په بدل کې به یې د دې هېواد د بیارغونې لپاره د پانګونې ګډ صندوق رامنځته شي.

د روسیې د جګړې له پیل راهیسې اوکراین د خپل اقتصاد د بیارغونې او د طبیعي زېرمې د استخراج لپاره د نړیوالو متحدینو ملاتړ ته اړتیا لري. اوکراین له پخوا څخه د کانونو بډایه هېواد بلل کېږي او د نادره فلزاتو، لیتیوم، وسپنې او نورو مهمو زېرمو کوربه دی، چې په نړیوال بازار کې ستراتیژیک اهمیت لري.

بل‌خوا، امریکا هڅه کوي چې له چین او روسیې پرته د ستراتیژیکو معدني توکو بدیل منابع ولټوي. د اوکراین کانونه کولای شي له امریکا سره مرسته وکړي، څو دا مهم توکي د خپلو صنعتي اړتیاوو لپاره له یوه باثباته او متحد هېواد څخه ترلاسه کړي.

د امریکا او اوکراین ترمنځ دا نوې هوکړه نه یوازې د اوکراین د اقتصادي رغونې لپاره مهمه ده، بلکې د لوېدیځو هېوادونو لپاره هم یوه ستراتیژیکه پانګونه بلل کېږي، څو د نړیوالو رسنیو، ټکنالوژۍ او انرژۍ بازارونو کې خپل اغېز پراخ کړي.