د هندوستان هیواد ډیرې صوبې د پاکستان حملې ته چمتو دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان په ځینو سیمو باندې له حملو وروسته د هندوستان حکومت د خپل هیواد د لویدیځ او د ختیځ له ډیرو حساسو صوبو څخه غوښتي دي چې د پاکستان حملې ته تیار ووسي.
اینډین ایکسپریس ورځپاڼې زیاته کړه د هندوستان د کورنیو چارو وزیر «امیت شاه» د جمو او کشمیر او د لداخ سیمو له لیفټینټ ګورنرانو ، د اترپردیش ، د اترا کهنډ ، پنجاب ، راجستهان ، ګجرات او لویدیځ بنګال له اعلي وزیرانو او د سیکیم سیمې د حکومت له استازیو سره د ویډیو کانفرنس له لارې د امنیتي حالاتو په هکله غونډه وکړه.
په دغه غونډې کښې امیت شاه وویل د هندوستان دغه ټولې صوبې باید د فرضي عملیاتو لپاره له لارښوونې سره سم خپل چمتووالی ونیسي.
هغه وویل د روغتونونو ، د اور وژنې د ادارې په شمول د ضروري خدماتو د عملیاتو د ترسره کولو لپاره دې چمتووالی ونیول شي او خلکو ته دې د ضروري شیانو د رسولو کار دې تضمین شي.