د امریکا او حماس ترمنځ مستقیم تړون نتانیاهو سپک کړ
(last modified Mon, 12 May 2025 07:47:05 GMT )
May 12, 2025 12:17 Asia/Kabul
  • د امریکا او حماس ترمنځ مستقیم تړون نتانیاهو سپک کړ

د اسراییلو ۱۲ تلویزیونی چینل د حماس او د امریکا ترمنځ د هوکړې په یادونې سره ټینګار وکړ چې په دې هوکړې سره، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو ته څپیړه ورکړه.

د پارس ټوډې په وینا، د اسراییلو ۱۲ تلویزیونی چینل  نن  په یوه راپور کې اعلان وکړ: "د حماس او امریکا حکومت ترمنځ د عیدان الکساندر د خوشې کولو لپاره په  مستقیم او بې ساري موافقې سره، ټرمپ نه یوازې نتانیاهو ته ګوزار ورکړ بلکې حماس ته یې مشروعیت ورکړ او هغه ته یې یوه بریا ورکړه چې د جګړې له پیل راهیسې بې ساري ده."

د حماس او واشنګټن ترمنځ وروستۍ خبرې اترې په داسې حال کې روانې دي چې د قطر او مصر په څېر منځګړو له لارې غیر مستقیمې خبرې اترې هم روانې دي.

د معاریو ورځپاڼې د اسراییلو د کابینې د سرچینو په حواله اعلان وکړ چې امریکا صیهونیسټ  رژیم ته یو واضح پیغام لیږلی دی، او ټینګار یې کړی چې په غزه کې د نوي پوځي عملیاتو د پیل کولو پرځای اوربند ته ترجیح ورکوي.

د راپور له مخې، دغو سرچینو ویلي  چې د امریکا حکومت د اسراییلو له رژیم غوښتي چې سیمې ته د ولسمشر د سفر په درشل کې کوم ناڅاپي پوځي اقدام ونه کړي.

د معاریو د راپور له مخې، د اسراییلو په سیاسي کړیو کې اندیښنې راپورته شوي دي چې ممکنه ده  ټرمپ منځني ختیځ ته د خپل سفر په بهیرکې پر نتانیاهو فشار راوړي چې د سولې پلان ومني چې د تل ابیب غوښتنې په بشپړه توګه نه پوره کوي.