د تولید لپاره پانګه؛ د کال د شعار
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ځلانده یون نومې لړۍ له ننني شپږم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،لکه څنګه چې خبر یاست د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود آیت ا...العظمی سید علی خامنهاي له لورېي د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د تولید لپاره پانګه په شعار سره نومول شوی نو په دې باب درسره غږیږو،هیله ده چې تر پایه راسره ملتیا وکړئ.
دوستانو دد غې لړۍ په تیر مطلب کې مو د پانګې جذبولو او د تولید او صادراتو لپاره د پانګې اچونې د لارښوونې لپاره د یوه پروګرام او د لارې د نقشې د اړتیا په اړه خبرې وکړې.د لارې له نقشې پرته، هیڅ پروګرام او پروژه بریالیتوب ته نه رسیږي. له ستراتیژۍ پرته پانګونه،داسې ده لکه په تیارې کې له کمپاس او قطب نما پرته حرکت کول وي. په نړۍ کې چې د پانګې جذبولو او نوښت لپاره سیالي زیاته شوې،هغه کسان به بریالي وي چې د پوه شي چیرته، کله، او په کومه طریقه باید پانګونه وشي.
په دغه نننی مطلب کې غواړو د ودې او پرمختګ په لاره کې د پانګې د جذب او لارښوونې بریالي ماډلونه وڅیړو. د سویلي کوریا د اقتصادي ودې او پرمختګ ماډل،یو بریالی ماډل دی. د شلمې پیړۍ په نیمائۍ کې، سویلي کوریا یو غریب او د جګړې له امله ویجاړ شوی هیواد ؤ، چې اقتصاد ئې په عمده توګه پر کرهڼې ولاړ ؤ او د سړي سر عاید ئې د افریقا د کم پرمختللو هیوادونو په کچه ؤ.نن سبا سویلي کوریا یو پرمختللی صنعتي هیواد دی،د OECD او رګان غړی، او په ټیکنالوژۍ، تولید، او صادراتو کې مخکښ دی.بنسټیزه پوښتنه دا ده؛چې سویلي کوریا څنګه وکولی شو له شپېتو کلونو هم په کمې مودې کې ځان د پانګونې په جذبولو او د اقتصادي ودې په لوري په لارښوونې کې یو بریالی هیواد شي؟
په ۱۹۵۳ کال کې د کوریا د جګړې له ختمیدا وروسته، سویلي کوریا د ویجاړ شوي اقتصاد او بهرنیو مرستو پورې تړلي حالت سره مخ وه. په دغه پړاؤ کې، پراخ فساد او سیاسي بېثباتي د اقتصادي پرمختګ مخه نیوله. په ۱۹۶۱ کال کې د جنرال پارک چونګهي واک ته په رسیدو سره، نوې اقتصادي تګلارې د صنعتي کولو او صادراتو پر پرمختګ په تمرکز سره پیل شوې. د پارک چونګهي حکومت د اقتصادي پرمختګ لپاره پنځه کلنی پروګرام جوړ کړ.په دغو پروګرامونو کې، پر درنو او کیمیاوي صنعتونو لکه فولاد،کښتۍ جوړونې،پیټروکیمیکل، او الکترونیک تمرکز وشو. حکومت د بانکي نظام ملي کولو او د ارزانه پورونو د وړاندې کولو له لارې لویو شرکتونو (چبولونو) ته د پانګونې لارښوونه وکړه. چبولونه یا شرکتونه ، لکه سامسونګ، هیوندای، او الجي، د سویلي کوریا په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول ولوباوه. حکومت د مالیاتي هڅونو، مالي ملاتړ، او بهرنیو بازارونو ته د لاسرسي له لارې دا شرکتونه د اقتصادي ودې په موټورونو بدل کړل.
په حقیقت کې، د سویلي کوریا حکومت د هوښیارو حکومتي تګلارو، سټراټیژیک پلان جوړونې، اداري ظرفیت جوړونې، او په پایلې کې د حکومت او خصوصي سکټر ترمینځ اغیزمنې اړیکې سره د پانګې جذب او پانګهاچونې لارښوونه کړه. دا هیواد، د ډیرو نیو لیبرالي نسخو په اپوټه، له اقتصادي آزادۍ پرته یوه ځانګړې لاره تعقیب کړه، چې ځینې وختونه ئې د حکومت په چورلیزتوب د پانګوالۍ په توګه یادوي. له ۱۹۶۰ لسیزې څخه، د پارک چونګهي حکومت پریکړه وکړه چې د اقتصادي پرمختګ لپاره، د پانګونې په لارښوونې سره ، د لومړیتوب لرونکو صنعتونو په ټاکنې، او ملي شرکتونو (چائبول) په پیاوړتیا کې د حکومت رول پیاوړی کړي.
د ۱۹۸۰ لسیزه یو بل بدلون و. کوریاوال پوهه شول چې تل د ارزانه توکو تولیدوونکي نه شي پاتې کیدلی. دوي باید پرمختللې ټیکنالوژۍ ته مخه کړي. دلته وه چې پر څیړنې او پرمختګ باندې درنه پانګونه پیل شوه. نن سبا سویلي کوریا کابو د خپل کورنیو تولیداتو پنځه فیصده برخه څیړنې او پرمختګ ته بیله کړې ده ؛ دا شمیره له امریکا او جاپان څخه هم لوړه ده. په ورته وخت کې، کوریا والو د کورني صنعتي وړتیاوو د پرمختګ ترڅنګ، سوکه سوکه د بهرنۍ مستقیمې پانګونې (FDI) جذب هم په خپل کاري پلان کې شامل کړ، خو دا جذب په بشپړ کنټرول او هدفمند ډول ترسره شو.د ځینو پرمختللو هیوادونو برعکس، چې د هر ډول بهرنۍ پانګې په جذبولو خوشحاله کیږي، سویلي کوریا د پانګوالو د واریدیدا لپاره سخت قوانین درلودل. لومړی، بهرنۍ پانګونې یوازې په هغو صنعتونو کې اجازه درلوده چې دولت ئې د ټیکنالوژیکي پرمختګ یا صادراتو د پرمختګ لپاره اړین ګڼل. دویم، په ډیری مواردو کې، بهرني شرکتونه اړ وو چې د کوریائي شرکتونو سره شراکت وکړي او ټیکنالوژي منتقله کړي. په تیره بیا د نیمهرسانا په صنعت کې، سویلي کوریا وکولی شو د بهرنیو شرکتونو په مجبورولو سره چې فابریکې جوړې کړي او پوهه شریکه کړي، خپل کورني ټیکنالوژیکي بنسټونه پیاوړي کړي.ملي شرکتونه لکه سامسونګ او الجي له همدې لارې نړیوال لوبغاړي شول.
د ۱۹۹۷ کال د آسیا مالي بحران سویلي کوریا هم وځپله .څو لوی چائبول شرکتونه دیواله شول،خو کوریاوالو له دې بحران څخه درس واخیست.د لویو شرکتونو پر ځای ئې پر سټارټاپونو او اقتصادي ډولوالي باندې تمرکز وکړ.نن سبا سویلي کوریا نه یوازې د الکټرانیک او ګاډو په صنعتونو کې،بلکې په موسیقۍ،فلمونو، او حتی د ښکلا جراحئ په برخې کې د نړۍ په سر کې ده.
د ۱۹۹۰ لسیزې له وروستیو راهیسې، د آسیا له مالي بحران سره، سویلي کوریا د اداري اصلاحاتو، د سوداګریز چاپیریال روڼتیا، او د شرکتي حاکمیت د پیاوړتیا لاره غوره کړه. له دې وخت وروسته، بهرنۍ پانګونې په غیر حساسو برخو کې په آزاده توګه اجازه ترلاسه کړه. د بهرنۍ پانګونې د قانون په تصویب سره، اداري خنډونه کم شول او بهرنیو پانګوالو ته مالیاتي هڅونې وړاندې شوې. هغه برخې چې بهرنۍ پانګونه پکې محدوده وه، له ۱۹۹۵ کال څخه تر ۲۰۰۸ کال پورې له ۱۱۳ څخه ۲۵ ته راټیټې شوې. خو بیا هم دولت د صنعتي تګلارو په تنظیم، د صادراتو په پرمختګ، او د کورنیو شرکتونو د نړیوالو ارزښت له زنځیرونو سره په نښلولو کې فعال رول لوباوه. په تیرو دوو لسیزو کې، سویلي کوریا پر نوي ټیکنالوژیو لکه مصنوعي ذهانت(آرټيفیشل اینټلیجنس)، نوې انرژي، بایوټیکنالوژي، او ډیجیټل اقتصاد باندې ځانګړی تمرکز کړی. حکومت د «عامه-خصوصي پانګونې صندوقونو» په جوړولو، د څیړنیزو مرستو په ورکولو، او له پوهنتونونو سره په ملګرتیا سره پانګونه د راتلونکي محوره صنعتونو په لور هدایت کړې.
د سویلي کوریا د بریالیتوب یو بل عامل په زدهکړې، ټیکنالوژۍ، او بشري ځواک باندې هدفمنه پانګونه وه. دغه هیواد د خپل کورنیو تولیداتو لوړه سلنه لوړو زدهکړو، څیړنې او پرمختګ،او د متخصصو کارکوونکو روزنې ته بیله کړه؛ تردې چې تر۲۰۱۰ لسیزې پورې،سویلي کوریا د نړۍ د لوړو پوهنتوني تحصیلاتو درلودونکی هیواد شو.دا متخصص کارکوونکي د کورني ټیکنالوژیکي ظرفیت په پیاوړتیا او د بهرنۍ پانګې په اغیزمن جذبولو کې مرسته وکړه.
په ټول کې، د سویلي کوریا تجربه ښئي چې د پانګې په جذب او لارښوونه کې بریالیتوب، نه له بېلارې او بېجهت بازار سره، بلکې د ستراتیژیک پلان جوړونې، اغیزمن حکومت ، فعال خصوصي سکټور، او باثباته اداري چاپیریال سره ممکن دی.دغه هیواد وکولی شو پانګه د مصرف لپاره نه ، بلکې د ارزښت رامینځته کولو، کارموندنې، صادراتو، او ټیکنالوژئ د لوړولو لپاره وکاروي.د لارې هغه نقشه چې سویلي کوریا جوړه کړه،د پرمختللو هیوادونو لپاره یوه ارزښتناکه بیلګه ده:؛تولیدي پانګې اچونې ته لومړیتوب ورکول،بهرنۍپانګې ته لارښوونه، د ټیکنالوژۍ لیږد،د متخصص بشري ځواک روزنه، او په پایلې کې د صنعتي تګلارې،د پانګونې د تګلارې، او د تعلیمي تګلارې ترمینځ اړیکه.
د سویلي کوریا د پرمختګ کیسه څو لوي درسونه لري. لومړی، صنعتي کول په تصادفي او اتفاقي توګه نه ترسره کیږي بلکې د لارې نقشې ته اړتیا لري؛ . دویم دا چې ، د حکومت ملاتړ باید هوښیار او مشروط وي. دریم، هیڅ هیواد له بشري ځواک او پرمختللې ټیکنالوژۍ باندې له پانګونې پرته په نړیوال اقتصاد کې سیالي نه شي کولی. نن سبا سویلي کوریا، له کم نفوسو او محدودو طبیعي سرچینو سره سره، د نړۍ څوارلسم لوي اقتصاد دی. دا ثابتوي چې پرمختګ یو چانس نه ، بلکې یو انتخاب دی. داسې انتخاب چې اوږدمهاله پلان جوړونې، دقیقې اجرا، او د بدلون زړورتیا ته اړتیا لري.
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو ددغه مطلب وخت هم همدورمه ؤ، نو له دې مخکې چې له تاسو اجازت وغواړو، باید ووایو چې زمونږ انټرنیټي پاڼې درک PARSTODAY.IR/PS هم درسره نوټ کړئ چې په دغه انټرنیټي ویب پاڼې تاسو د تهران د پښتو خپرونې وروستي سیمه ایز او نړیوال خبرونه،تبصرې ،راپورونه،سپورټي ،طبی، اقتصادي،کلتوري او دیني خبرونه او مطلبونه هم کتلی شئ او دغه راز د تاسو په خپلو ښو ښو لیکنو، شعرونو،غږیزو پیغامونو او سپارښتنو مشتمل ستاسو خپل پروګرام ؛هرکله راشه پروګرام هم کتلی او آوریدلی شئ
نو تر بل وخت پورې مو په نیاؤمن خدای سپارو،بریالي او سوکاله ژوند ولرئ.
(سیماب)
*******************************************************************************************************************************************************