اروپايي اتحادیه باید صهیونیسټ رژيم ته د وسلو ورکول بند کړي
(last modified Fri, 30 May 2025 00:28:25 GMT )
May 30, 2025 04:58 Asia/Kabul
  • اروپايي اتحادیه باید صهیونیسټ رژيم ته د وسلو ورکول بند کړي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په غزې کښې د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته د نړیوالو غبرګونونو په دوام کښې د اسپانیا لومړي وزیر «پیډرو سانچز» په یو لړ څرګندونو کښې د اروپايي اتحادیې په ټولو غړیو غږ وکړ چې له صهیونیسټ رژیم سره د شراکت موافقه لیک وځنډوي او دغه رژيم ته د وسلو صادرات بند کړي.

هغه وویل نشو کولای په غزې کښې د بشر دوستانه نړیوالو حقوقو د خلاف ورزۍ او د څه د پاسه پنځوسو زرو کسانو د وژل کیدا په وړاندې چپ پاتې شو.

د اسپانیا لومړي وزیر سانچز ټینګار وکړ د اوکراین له کړکیچ او د غزې له غمیزې  سره په چلند کښې باید دوه ګوڼه معیارونه ونه کارول شي او هغه د غږملتیا او د کوټلتیا غوښتنه وکړه.

د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف هم ټینګار وکړ هغه څه چې په غزې کښې روان دي د نه بیانولو او د نه فهم وړ دي.

هغه په غزې تړانګه کښې سمدستي د جنګ او د خلکو د وینې د بهیدا د بندیدا غوښتنه وکړه.

د اسرائیلو ظالم رژيم تراوسه د فلسطین کابو څلورپنځوس زره بې ګناه خلک چې اکثره پکښې ښځې او ماشومان شامل دي شهیدان کړي او له یولک څخه زیات کسان یې ژوبل کړي هم دي.

د اسرائیلو رژيم دغه ټول جنایتونه او وژلې د امریکا ، د بریتانیا ، د فرانسې ، د جرمني او د متحده عربي اماراتو ، اردن او د ځینو نورو عربو او اروپايي هیوادونو په مالي ، وسله والو او استخباراتي مرستو سره ترسره کوي.