د جرمني حکومت له روسیې سره د جنګ د زیاتولو هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i161094
ایرنا خبري اژانس د تاس خبري اژانس په قول ویلي د روسیې د ولسي جرګې دوما مشر «ویاچسلاو ولودین» وویل د جرمني حکومت له روسیې فیډراسیون سره د جنګ د زیاتولو او د لمسولو هڅه کوي.
(last modified 2025-06-07T01:47:25+00:00 )
Jun 07, 2025 06:15 Asia/Kabul
  • د جرمني حکومت له روسیې سره د جنګ د زیاتولو هڅه کوي

ایرنا خبري اژانس د تاس خبري اژانس په قول ویلي د روسیې د ولسي جرګې دوما مشر «ویاچسلاو ولودین» وویل د جرمني حکومت له روسیې فیډراسیون سره د جنګ د زیاتولو او د لمسولو هڅه کوي.

هغه د دوهم نړیوال جنګ د نتیجو په هکله د جرمني د صدر اعظم «فریډریش مرتس» وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ نن سبا په جرمني واکمن کسان د سیمې د حالاتو د خرابولو لپاره د وارمخکې شرطونو د رامینځته کولو په حال کښې دي.

د روسیې دغه چارواکي د دغه پوښتنې په مطرح کولو سره چې ایا د جرمني خلک د دا ډول جنګ غوښتونکي دي ټینګار وکړ روسیه دغه جنګ نه غواړي.

د روسیې د ولسي جرګې دوما مشر «ویاچسلاو ولودین» وویل که چیرې دغه پیښه رامینځته شي مونږ ورته چمتو یوو.

امریکا ، جرمني او اروپايي هیوادونه په جنګ کښې د اوکراین ملاتړي کوي او دوې په روسیې باندې د دباو د زیاتولو غوښتونکي دي.