د صیهونیسټ رژیم جنګ وزیر واشنګټن ته ورځي
د صیهونیسټ رژیم د ۱۲ چینل تلویزیون په یوه راپور کې اعلان وکړ چې د دغه رژیم د جنګ وزیر کاټز به راتلونکې اونۍ واشنګټن ته لاړ شي.
د پارس ټوډې په وینا،دغې صیهونیسټي رسنۍ اعلان وکړ چې د کاټز د سفر موخه د ایران په اړه له امریکایي چارواکو سره د غونډو ترسره کول دي .
د اسراییلو د ۱۲ چینل تلویزیون په راپور کې زیاته کړه: د صیهونی رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له پنځه ورځو شتون وروسته، د جنګ وزیر به د راتلونکې اونۍ په پیل کې واشنګټن ته لاړ شي ترڅو د ایران د دوسیې په اړه خبرې وکړي.
دا سفر به د ایران په مسله کې د تل ابیب او واشنګټن ترمنځ د همغږۍ په چوکاټ کې ترسره شي. تمه کیږي چې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه به د دې سفر په بهیر کې د تفاهم یو پټ یادداشت لاسلیک شي.
د اسراییلي رژیم د چینل ۱۲ ټلویزیون د یادښت د جزئیاتو له ذکر کولو پرته زیاته کړه: "تمه کیږي چې دا یادښت به د اسراییلو امنیت او د دفاعي او یرغلیزو وسلو پیرود باندې تمرکز وکړي."