د امریکا حکومت 1400 کسان له کارونو لیري کړل
https://parstoday.ir/ps/news/event-i162270-د_امریکا_حکومت_1400_کسان_له_کارونو_لیري_کړل
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د سرزوري ولسمشر ډونالډ ټرامپ حکومت د خارجه وزارت کابو یوزر څلور سوه کارکونکي له کوم دلیل پرته له کارونو لیرې کړل.
(last modified 2025-07-12T01:56:10+00:00 )
Jul 12, 2025 06:23 Asia/Kabul
  • د امریکا حکومت 1400 کسان له کارونو لیري کړل

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د سرزوري ولسمشر ډونالډ ټرامپ حکومت د خارجه وزارت کابو یوزر څلور سوه کارکونکي له کوم دلیل پرته له کارونو لیرې کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو زر او یوسل اوو ملکي کارکونکو او دوه سوه شپږڅلویښت د بهرني سرویس افسرانو ته د لیکونو په استولو سره هغوې ته ویل شوي دي چې تاسو د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو د حکم پراساس له خپلو کارونو څخه لیرې کړې شوي یاست.

د امریکا خارجه وزارت دغه کار ته د نوي پروژې نوم ورکړل شوی دی.

په امریکا کښې هغه دفترونه چې د بشري حقوقو ، جمهوریت او د مهاجرینو په هکله دي تړل کیږي او د هغوې چارې ځايي چارواکو ته ورسپارل کیږي.

په امریکا کښې د بې منطقه او د سرزوري ولسمشر ډونالډ ټرامپ واک ته له رسیدا وروسته د دغه هیواد د خلکو او په تیره بیا د خارجي هیوادونو د خلکو اقتصادي او امنیتي شرایط سخت شوي دي.

واک ته د ټرامپ په رسیدا سره په ټوله دنیا په تیره بیا مینځني ختیځ کښې جنګونه زیات شوي دي او ولسمشر ټرامپ د ایران په حکومت دولس ورځنی جنګ هم ورتپلی و خو اسرائیلو او امریکا په دغه جنګ کښې سخته ماتي وخوړله.