فرانسې په سوریې کښې اوربند ته د احترام غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i162548
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کښې وویل په سویدا ولایت کښې له ټولو ښکیلو لورو غواړو چې پرون ورځې اعلان شوي اوربند ته پاې بنده ووسي.
(last modified 2025-07-20T00:52:13+00:00 )
Jul 20, 2025 05:18 Asia/Kabul
  • فرانسې په سوریې کښې اوربند ته د احترام غوښتنه وکړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کښې وویل په سویدا ولایت کښې له ټولو ښکیلو لورو غواړو چې پرون ورځې اعلان شوي اوربند ته پاې بنده ووسي.

د فرانسې د باندنیو چارو د وزارت په بیانیې کښې ویل شوي دي پاریس د سوریې په سویدا سیمه کښې د اوربند د اعلانیدا هرکلی کوي.

دغه بیانیه په دې خبرې باندې ټینګار سره چې جنګ او تاوتریخوالی باید سمدستي بند شي زیاته کړه مونږ له ټولو  خواوو غواړو چې اوربند ته زیات پاې بنده ووسي.

دغه راز د صهیونیسټ رژيم د جنګ وزیر «یسرائیل کاتس» په یو لړ څرګندونو کښې وویل چې د سوریې جنوب سیمه به له وسلو خالي وي.

د اسرائیلو رژیم د جنګ وزیر یسرائیل کاتس د امریکا له دفاع وزیر پیټ هیګسټ سره خپلې کتنې ته په اشارې سره وویل ما له هغه سره د سټراټیژیکو او  د سیمه ئیزو مسائیلو په هکله خبرې او د نظر تبادله وکړه.

د صهیونیسټ رژيم د جنګ وزیر دغه راز د سوریې پرضد د دغه رژیم حملو ته په اشارې سره وویل مونږ د سوریې د سرپرست حکومت د ولسمشر ابو محمد  الجولاني باندې اعتماد نلرو.

د صهیونیسټ رژيم د کورني امنیت سرزوري وزیر ایتمار بن ګویر مخکې د سوریې وروستیو بدلونونو ته په غبرګون کښې په سختې وینا کښې د سوریې د موقته حکومت د مشر یعني د  هیات تحریر الشام ډلې د مشر جولاني په کامل ډول د له مینځه وړلو غوښتنه کړي وه.

هغه د سوریې په جنوب کښې د سویدا ولایت د جنګونو خپرو شویو تصویرونو ته په اشارې سره وویل له سوریې ویرونکي تصویرونه یوازې یو حقیقت ثابتوي څوک چې تکفیري و نو تکفیري پاتې کیږي.