اوکراین امریکا ته د بې پایلوټه الوتکو صادرولو ته تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i162552
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي په یو لړ څرګندونو کښې په دې خبرې سره چې کي یف چمتو دی چې له امریکا څخه د پرمختللیو وسلو د اخیستلو په ترڅ کښې د اوکراین جوړې بې پایلوټه الوتکې امریکا ته صادرې کړي وویل
(last modified 2025-07-20T01:45:38+00:00 )
Jul 20, 2025 06:13 Asia/Kabul
  • اوکراین امریکا ته د بې پایلوټه الوتکو صادرولو ته تیار دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي په یو لړ څرګندونو کښې په دې خبرې سره چې کي یف چمتو دی چې له امریکا څخه د پرمختللیو وسلو د اخیستلو په ترڅ کښې د اوکراین جوړې بې پایلوټه الوتکې امریکا ته صادرې کړي وویل

 مونږ امریکا ته د بې پایلوټه الوتکو صادرولو ته تیار یوو.

هغه له روسیې سره په جنګ کښې د اوکراین د بې پایلوټه الوتکو اغیز ته په اشارې سره وویل دغو بې پایلوټه الوتکو د انسانانو د ژوند په بچولو کښې اغیز شیندونکی رول لوبولی دی او د ډرونز الوتکو تولید ډیر زیات شوی دی.

د اوکراین ولسمشر زلنسکي په دې خبرې سره چې کي یف باید د امریکا له ولسمشر ټرامپ سره خپلې موافقې په چټکۍ سره اجرا کړي ټینګار وکړ مونږ د هوايي دفاع د وسلو د اخیستلو او د یوه نوي دفاعي تړون په هکله د امریکا له ولسمشر ټرامپ سره موافقې ته رسیدلي یوو او زه هیله لرم چې له امریکا سره د وسلو د اخیستلو او د خرڅولو په هکله نوي تړونونه راتلونکي اونۍ لاسلیک شي.

هغه د روسیې پرضد د اروپا د نویو بندیزونو لګولو ته په اشارې سره د ماسکو پرضد له بندیزونو د اروپا د ټولو هیوادونو د ملاتړ غوښتنه وکړه او یادونه یې وکړه چې د روسیې له تیریګرۍ سره د مقابلې لپاره سیمه ئیز پیوستون ضروري دی.