عراقچي : د ۱۲ ورځني جګړې په درسونو سره به ډیر پیاوړي شو
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې "د ۱۲ ورځني جګړې د درسونو او د کمزورتیاوو له منځه وړلو سره، به اسلامي جمهوریت ډیر پیاوړی شی.
د پارس ټوډې په وینا د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي وویل: "د اسلامي انقلاب د ستر رهبر د حکمت او هوښیارۍ او د چارواکو د ټولو هڅو سره، هیواد وکولی شو چې جګړه اداره کړي او د دښمن د کړنو په وړاندې غچ واخلي او هغه دې ته اړ کړي چې پرته له کوم شرط اوربند وغواړي."
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: "ما د باور رایې په غونډه کې هم اعلان وکړ چې زموږ ولایتونه، په ځانګړې توګه سرحدي ولایتونه، کولی شي بریالي ډیپلوماسي ولري."
عراقچي یادونه وکړه: "زموږ اصلي لومړیتوبونه زموږ ګاونډیان دي، او دوی د دې وړتیا لري چې زموږ ډیری ستونزې په بشپړ ډول حل کړي."