جنګ غواړي نه یوو خو احتمالي تیري ته ځواب به قدرتمن وي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کښې د فرانسې د نوي سفیر ښاغلي «يې ئیر کوشار» د باور لیک د ترلاسه کولو په مراسمو کښې وویل
مونږ د خبرو لپاره چمتو یوو او جنګ غواړي نه یوو خو د احتمالي تیري تکرار ته ځواب به قدرتمن وي.
د ایران ولسمشر د فرانسې د نوي سفیر د باور لیک د ترلاسه کولو په دستورو کښې د متقابلو ګټو او د احترام په زمینه کښې د خپل مینځ ملګرتیاو د پراختیا په لاره کښې د هغه لپاره د بریالیتوب د ارزو په ترڅ کښې وویل د ایران اسلامي جمهوریت په تیره بیا څوارلسم حکومت په داخل کښې د وفاق او له نړۍ سره د تعامل هڅه کوي خو لویدیځ هیوادونه په دروغو پروپاګنډو او د اټومي وسلو د جوړولو لپاره په هڅې باندې د ایران په تورنولو سره په دې لاره کښې خنډ رامینځته کوي.
د ایران ولسمشر پزشکیان زیاته کړه مونږ د نړیوالو مقرراتو په چوکاټ کښې خپل حقونه غواړو او په دې چوکاټ کښې ژمنو ته پاې بنده یوو او هماغه ډول چې په تیرو وختونو کښې د ا یران په اټومي فعالیتونو تر ټولو سختې څارنې کیدلې او همدا اوس په همدې زمینه کښې تعامل ته تیار یوو خو دا د ایران د ملت له حقونو څخه د سترګو د پټولو په معنا نه دي؛ مونږ خبرو ته تیار یوو او جنګ غواړي نه یوو خو د احتمالي تیري تکرار ته به د ایران ځواب ډیر قدرتمن وي.
د ایران ولسمشر پزشکیان د غزې د مظلومو خلکو پرضد د صهیونیسټ رژيم وحشیانه او بې ساري جنایتونو او د دغو جنایتونو په هکله د اروپايي هیوادونو یا د فرانسې په چوپتیا او انفعال باندې په سختې نیوکې سره وویل کومه پلمه او کوم دلیل د یوه ملت پرضد د جنایتکارانه کلابندۍ له کبله له لوږې د ماشومانو ، ښځو او حتی د سړیو وژل توجیه کوي؟
د ایران ولسمشر پزشکیان وویل ایا هغه ماشومان چې همدا اوس زیږیدلي دي ټروریسټان دي چې یا په بمباریو یا د غزې د کلابندۍ له کبله د لوږې په دلیل وژل کیږي؟ هیله من یوو چې د فرانسې په شان هیوادونه د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو د دوام په مخه نیولو کښې اغیز شیندونکی رول ولوبوي.
په ایران کښې د فرانسې نوي سفیر «يي ئیر کوشار» هم په دغو مراسمو کښې د زاهدان د وړمه ورځې په ترهګرې حملې کښې د ایران د یوشمیر کسانو د وژل کیدا په اړه د تسلیت په ویلو سره وویل فرانسه د اعتماد د پیاوړتیا لپاره هڅې او د خبرو اترو او د ډيپلوماسۍ د لارې ساتلو ته ژمنه ده او په همدې لړ کښې مونږ حتی د دولس ورځني جنګ په بهیر کښې په تهران کښې خپل سفارت بند نکړ.
هغه وویل فرانسه باوري ده چې په اټومي مسله کښې د اختلافاتو د حل کولو یوازنۍ لاره خبرې دي او باوري یوو چې باید ډیپلوماسۍ ته وخت ورکړل شي.