له غزې په ملاتړ کښې د یمن حملې به هیڅکله بندې نشي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i163720-له_غزې_په_ملاتړ_کښې_د_یمن_حملې_به_هیڅکله_بندې_نشي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ د اطلاع رسونې د دفتر مرستیال «نصر الدین عامر» دې ته په اشارې سره چې د یمن د خلکو پرضد د نیواکګر رژیم
(last modified 2025-08-24T23:57:16+00:00 )
Aug 25, 2025 04:23 Asia/Kabul
  • له غزې په ملاتړ کښې د یمن حملې به هیڅکله بندې نشي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ د اطلاع رسونې د دفتر مرستیال «نصر الدین عامر» دې ته په اشارې سره چې د یمن د خلکو پرضد د نیواکګر رژیم

تیري په نیواکي ټاټوبو باندې د یمن د حملو د اغیز شیندنې نتیجه ده ټینګار وکړ له غزې تړانګې څخه د ملاتړ لپاره  زمونږ پوځي بریدونه به هیڅکله بند نشي.

د یمن د انصار الله غورځنګ د اطلاع رسونې د دفتر مرستیال او د یمن د رسمي خبري اژانس مشر «نصر الدین عامر» وویل د یمن هوايي دفاع سیسټم وتوانید د صهیونیسټ رژيم د تیریو زیاته برخه شنډه کړي او د دښمن جنګي الوتکې د یمن له هوايي حریم څخه تښتیدا ته مجبوره کړي.

هغه ټینګار وکړ چې له غزې تړانګې په ملاتړ کښې به زمونږ پوځي عملیات هیڅکله بند نشي او د غزې تړانګې پرضد د تیریو د بندیدا او د کلابندۍ له ختمیدا وروسته به زمونږ عملیات هم پاې ته ورسیږي.

عامر ډاګینه کړه چې د یمن د غیر پوځي سونګو په زیرمو باندې حمله کول به زمونږ په پوځي عملیاتو باندې هیڅ اغیز ونلري.