فرانسې د امریکا سفیر خارجه وزارت ته احضار کړی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی فرانسې په پاریس کښې د امریکا سفیر د یهودیانو پرضد له اقداماتو سره په مقابله کولو کښې د پاریس د اقداماتو د ناکافي توب په هکله د واشنګټن له څرګندونو وروسته خارجه وزارت ته احضار کړی دی.
د فرانسې د باندنیو چارو وزارت وویل دغه هیواد د امریکا د سفیر له ادعاګانو چې په فرانسه کښې یې د یهودیانو پرضد د اقداماتو د زیاتیدا په هکله خپله اندیښنه څرګنده کړي ده خبر شوی دی.
د صهیونیسټ رژيم دولسم ټیلي ويژن هم راپور ورکړ د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دی چې په پاریس کې د امریکا سفیر وروسته له دې چې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرونه ته یې یو پیغام واستوه او ادعا یې وکړه چې فرانسه په خپل هیواد کښې د یهودیانو پرضد له تاوتریخوالي سره د مقابلې لپاره کافي هڅه نه کوي د توضیحي خبرو اترو د ترسره کولو لپاره وربللی دی.
د فرانسې خارجه وزارت ټینګار وکړ چې د پاریس د حکومت لخوا د کافي اقداماتو د نه ترسره کولو ادعا د منلو وړ نه ده او هغه د متحدانو ترمینځ له متقابل اعتماد سره سمون نه خوري.