د فرانسې ولسمشر بیا ځلې لکورنو لومړی وزیر وټاکه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون بیګا یوځل بیا «سباستین لکورنو» د دغه هیواد د لومړي وزیر په توګه وټاکه.
الیزه ماڼۍ په یوې بیانیې کښې وویل چې ولسمشر مکرون سباستین لکورنو د کابینې په جوړولو مامور کړ.
سباستین لکورنو هم وویل دغه ماموریت چې د ولسمشر مکرون لخوا ما ته سپارل شوی دی منم او ټوله هڅه کوم چې د روان کال تر اخره پورې د فرانسې بودجه تامین کړم او د هیواد والو د هره ورځې مسائیل حل کړم.
د فرانسې نوي لومړي وزیر سباستین لکورنو زیاته کړه مونږ باید دغه سیاسي کړکیچ چې د فرانسې خلک یې غصه کړي ده او دغه بې ثباتۍ چې د فرانسې د حیثیت او د ګټو لپاره تاوان لري پاې ته ورسوو.
سباستین لکورنو په داسې حال کښې چې د لومړي وزارت یې اوویشت ورځې تیرې شوي دي په تیرې یکشنبې ورځ خپله کابینه معرفي کړي وه خو د هغه د کابینې جوړښت د کین پالو او د ښي پالو سیاسي ګوندونو او حتی د هغه د ائتلافي متحدانو لخوا له سختو نیوکو سره مخامخ شوی دی.